Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ا... more
FAQs about بلوچستان:How many episodes does بلوچستان have?The podcast currently has 121 episodes available.
October 13, 2022پاکستان کې پر ښځو د تشدد پېښې ولې زیاتېږي؟په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، په هغه هېواد کې هر کال پر ښځو د تشدد بېلابېلې پېښې په زیاتېدو دي او پکې د وژل شویو ښځو شمېر هم لوړېږي. دوی وايي، حکومت باید د حقونو او د ښځو د ساتنې قوانین عملي کړي. موږ د "نا ویلې خبرې" خپرونې دویم ټوک همدې موضوع ته ځانګړی کړی او پکې مو په کورني تشدد، د خوښې واده او نورو معاملو کې د ښځو وژنو ته کتنه کړې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more30minPlay
August 23, 2022د زامنو په زېږون خوشالي او د نجونو پر پیدا کېدو خپګان ولې؟د مشال راډیو د ځانګړي پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" په لومړۍ برخه کې پر دې غږېدلي یو چې په پښتني ټولنه کې اکثر د لوڼو پرتله د زامنو زېږون ته ولې ارزښت ورکول کېږي او د نجلۍ پیدایښت ولې د ځینو خلکو د خپګان لامل کېږي؟ له دې پرته دا هم اورئ چې د پوهاوي او تعلیم باوجود خلک ولې تر اوسه زامن د خپلې کورنۍ راتلونکې لپاره مهم بولي او لوڼو ته حقونه نه ورکوي. په خپرونه کې د پېښور یوه اوسېدونکې شاه سلطانه، د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر، تاریخپوه نورالامین یوسفزی او د ښځو د ناروغیو متخصصه ډاکتره شهلا مندوخېل مېلمانه دي. خپرونه په لېنک کې واورئ....more29minPlay
January 20, 2022د بلوچستان پوهنتون د دوو ورکو زده کوونکو د زغرده موندلو لپاره لاریونپروسږکال په نومبر میاشت کې له بلوچستان پوهنتونه د تری تمو دوه زده کوونکو فصیع بلوڅ او سهېل بلوڅ د زغرده موندنې لپاره د زده کوونکو اتحادیې د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه په کوټه ښار کې یو لاریون وکړ او په پای کې د پرېس کلب مخې ته یې مظاهره وکړه.د ایوب ترین راپور...more5minPlay
November 08, 2021د بلوچستان نوې کابينې ۱۴غړو لوړه وکړهپه بلوچستان کي د اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو د حکومت د نوې کابینې ۱۴ غړو د صوبې له ګورنره د خپلو څوکیو حلف واخیست. په کابینه کې ډېری هغه غړي نه دي اخیستل شوي چې د پخواني اعلا وزیر جام کمال په حکومت کي وزیران ول. له کوټې د ایوب ترین راپور...more4minPlay
October 07, 2021رفيق ترين: هرنايي له ستونزو ډکه سيمه ده خو زلزلې نوره هم وځپلد بلوچستان په هرنايي ضلع کې یوې زلزلې لږ تر لږه ۲۰ کسان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي. دا زلزله د پنجشنبې يا زيارت په شپه راغله چې پر رېکټر سکېل يې شدت پينځه اعشاريه اووه وو. زلزلې تر ټولو زيات زيان هرنايي ضلعې ته رسولی خو شدت يې په شاوخوا نورو سيمو کې محسوس کړل شوی دی. احمد شاه اعظمي د هرنايي له يو ځايي استوګن محمد رفيق ترين سره د شوي زلزلې او د هرنايي د جغرافيې، ولسي ژوند او ستونزو په اړه مرکه کړې ده. رفيق ترين په لومړي سر کې د زلزلې حال بيانوي....more8minPlay
October 05, 2021کوټه کې د طب کالجونو لپاره د انلاین ازموینو پرضد بیا لاریون راوتیپه کوټه کي د میډیکل زده کونکو له لوري د آن لاین ازموینو پرضد لاریونونه دوام لري. د اکتوبر پر څلورمه نېټه د اعلا وزیر د ودانۍ لوري ته پر ورروان لاریون ناڅاپه یوه تن ډزې کړې او تښتېدلی دی. حکومت ویلي چي په پېښه کې تورن کس به نیسي او وفاقي حکومت ته یې د زده کوونکو غوښتنې رسولې دي. د ایوب ترین راپور...more6minPlay
August 10, 2021'د ځنګل پیرعلیزي پرځای کلا عبدالله ضلعي هېډکوراټر غواړو'د بلوچستان حکومت د هغه پرېکړې چې ځنګل پیرعليزی یې د کلا عبدالله ضلعې مرکز ګرځولی، پروړاندې نن په کلا عبدالله کې ځايي خلکو د کوټې – چمن لویه لار د هر ډول ګاډو پرمخ تړلې ده. صوبايي حکومت د سږکال په جنورۍ کې کلا عبدالله نوې ضلعه اعلان کړه او د هغې هېډکوارټر یې ځنګل پیرعليزی وګرځاوه. د ایوب ترین راپور...more4minPlay
July 29, 2021بلوچستان کې ځوان ډاکټران پر کاربندیز ديد بلوچستان په سرکاري هسپتالونو کي ځوان ډاکټرانو کاربندیز پیل کړی او غوښتنه کوي چې پروسږ کال په لنډمهالې توګه لګېدلي نرسان دې پاخه کړل شي خو حکومت یې کاربندیز ناقانونه بولي او وايي له دې څخه ناروغانو ته ستونزې جوړېږي. د ایوب ترین راپور...more4minPlay
November 05, 2020په کوټه کې یوه ډوډۍ په دېرش روپۍد بلوچستان په مرکز کوټه کې تنوروالو د حکومتي امر خلاف د یوې ډوډۍ نرخ ۳۰ روپۍ ته خېژولی دی. د کوټې ښاریانو د ډوډۍ پر ګرانۍ خواشيني ښودلې او له حکومته یې د ارزانولو غوښتنه کړې. د ایوب ترین راپور...more4minPlay
October 20, 2020بلوچستان کې ډاکټرانو کاربندیز کړیپه بلوچستان کې ځوان ډاکټرانو له هغه ورسته د صوبې په ټولو سرکاري هسپتالونو کې د اکتوبر پر ۲۰ مه نېټه (نن) د ناروغانو کتنځایونه وتړل چې د دوی پر یوه ملګري ډاکټر ته د یوه ناروغ خپلوانو لاس وراچولی وو. ایوب ترین له کوټې راپور راکوي....more4minPlay
FAQs about بلوچستان:How many episodes does بلوچستان have?The podcast currently has 121 episodes available.