Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
مشال راډیو له ۲۰۱۰ز کال راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته ولایتونو لپاره خپرونې کوي. مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو ژبې څانګه ا... more
FAQs about بلوچستان:How many episodes does بلوچستان have?The podcast currently has 121 episodes available.
October 15, 2020د دوه رویه سړک د لورلايي پیاده لاریونوالو احتجاج دوام لريله لورلايي و کوټې ته پیاده تلونکو لاریونوالو نن هم په کوټه کې د دوه رویه سړک د غوښتنې لپاره احتجاج ته دوام ورکړی دی. دوی وايي که یې غوښتنې و نه منل شوې نو د اعلا وزیر او ګورنر د دفترونو مخې ته به پرلت پیلوي.د ایوب ترین راپور...more5minPlay
October 07, 2020سپټمبر میاشت کې له ږوبه تر کراچۍ غځېدلي سړک ټرافیکي پېښو ۱۲۸ تنه وژليپه بلوچستان کې خیر ښېګڼې یوه اداره وايي، په دغه صوبه کې یوازې په سېپټمبر میاشت کې ټرافیکي پېښو ۱۲۸ تنه وژلي او تر ۱۷۰۰ زیات ژوبل دي چې لویه وحه یې په صوبه کې د دوه رويه سړکانو نشتوالی دی. د ایوب ترین راپور...more5minPlay
October 06, 2020د اې اېن پي ویاند اسد خان د تښتولو پرضد په چمن کې پرلتد عوامي نیشنل ګوند د صوبايي ویاند اسد خان اڅکزی د لادرکه کېدو پرضد د احتجاج لړۍ روانه ده او سر له ننه به د نورو ګوندونو په ملتیا د چمن دیپټي کمېشنر دفتر مخې ته د هغه تر راخوشېکېدو پورې پرلت کوي. نوموړی دوې اونۍ وړاندې د کوټې ښار له کچلاغ سیمې سره تری تم شوی دی. د ایوب ترین راپور...more3minPlay
June 30, 2020بلوچستان حکومت بحټ منظور کړ اپوزېشن یې پرخلاف عدالت ته ځيد بلوچستان حکومت له صوبايي اسمبلۍ د ۴۵۱ ارب روپیو کلنی بجټ منظور کړ چې پکې ۱۵۶ اربه روپۍ یې د پرمختیايي کارونو لپاره ایښې دي خو اپوزېشن وايي د دوی په صوبايي حلقو کې د پرمختیا لپاره یې په بحټ کې پیسې نه دي ځانګړې کړې او دوی به یې پرضد عدالت ته ځي.د ایوب ترین راپور...more5minPlay
June 25, 2020د زده کوونکو په نیولو د کوټې پولیس مشر له دندې ګوښه کړل شود بلوچستان حکومت د کوټې پولیس مشر عبدالله جان اپرېدی د بلوڅ زده کوونکو په نیولو له خپلې دندې لیرې کړی دی. زده کوونکو په دوشنبه مازیګر مهال د انلاین زده کړو پر ضد او د پوهنتونونو او کالجونو بیا وازلو لپاره تر صوبايي اسمبلۍ د لاریون کولو نیت کړی وو چې په لاره کې یې ډېری ونیول شول خو وروسته پرېښودل شول. د ایوب ترین راپور...more6minPlay
June 24, 2020بې پولې خبریالانو سازمان د چمن پر ژونارلسټانو تشدد غندلی دیبې پولې خبریالانو سازمان (آر ایس ایف ) د بلوچستان په چمن کې د ملیشا ځواکونو له خوا پر ۲ خبریالانو تشدد غندلی دی او په دغه اړه يې د پلټنو غوښتنه کړی ده. د بلوچستان کورنیو چارو وزیر ویلي چې پلټنې یی پیل کړي او په پېښه کې ککړ درې چارواکي يې معطل کړي دي. د جون په ۲۰ مه د قلعه عبدالله انتظامیې له چمنه ۲ ځايي خبریالان نیولي وو او بیا يې زندان ته اچولي وو. د شاهین بونېری راپور د احتجاجي خبریالانو په اوازونو پیلیږي....more5minPlay
June 24, 2020بلوچستان های کورټ د اېن اېف سي اېوارډ لپاره د پاکستاني صدر استازي کالعدم کړلد جون پر ۲۳مه د بلوچستان های کورټ پر چیف جسټس جمال خان مندوخیل او جسټس نذیر احمد لانګو باندې جوړ دوه کسیزه بنچ د قامي مالیاتي کمېشن لپاره د پاکستاني صدر ګومارلي استازي چې پکې د خزانې سلاکار حفیظ شیخ او د خزانې وفاقي سېکرېټري دي ناقانونه ګرځولي او امر یې کړی چې د بلوچستان ګورنر دې د اعلا وزیر په مشوره د قامي مالیاتي کمېشن لپاره صوبايي غړی وټاکي....more5minPlay
June 19, 2020اختر مېنګل به پخلا کوو: وفاقي وزیر شبلي فرازد بلوچستان نیشنل ګوند مشر اختر مېنګل په مرکز کې له واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف سره د خپل اتحاد ختمولو پر مهال پارلمان ته په وینا کې ویل چې له دوی سره کړې ژمنې نه دي پوره شوې خو د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر شبلي فراز وايي د بي اېن پي پخلا کولو هڅې کوي. د ابوب ترین راپور...more5minPlay
June 19, 2020بلوچستان اسمبلي کې مخالفو ګوندونو پرلت ختم کړپه بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزېشن ګوندونو غړیو په کلنۍ بوجه/بجټ کې د ونډې نه ورکولو پروړاندې د اعلا وزیر ودانۍ مخې ته وهلی پرلت له حکومتي مذاکراتي پلاوي سره تر خبرو وروسته پای ته ورسېدلو. د حکومت او حزب اختلاف ترمنځ د خبرو دوهم پړاو به نن کېږي.د ایوب ترین راپور...more4minPlay
June 16, 2020تر جولای میاشتې د کورونا وړچنو شمېز ۲۰ زرو ته ختلی شي: بلوچستان حکومتد بلوچستان حکومت اندېښته ښودلې که ولس احتیاط نه کولی نو په صوبه کې ښايي تر جولای میاشتې د کورونا وړجنو شمېر ۲۰ زرو ته وخېژي. د صحت سېکرېټري دوستین جمالدیني د دوشنبې مازیګر په کوټه کې یوې خبري ته وویل دا وخت د صوبې په ۳۳ ضلعو کې یوازې درېو ضلعو ته کورونا نه ده رسېدلې.د ایوب ترین راپور...more3minPlay
FAQs about بلوچستان:How many episodes does بلوچستان have?The podcast currently has 121 episodes available.