Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
اوونیزه کلتوري خپرونه ده چې پکې د اوونۍ ادبي او فرهنګي خبرونه، له لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو سره خبرې او د نویو کتابونو په اړه معلومات خپرېږي.... more
FAQs about د مشال راډیويي مجله:How many episodes does د مشال راډیويي مجله have?The podcast currently has 335 episodes available.
December 07, 2024ښځې څنګه د قانون له لارې په وراثت کې خپل حق ترلاسه کولای شي؟د باجوړ ضلعې یوې مېرمنې له خپلې پلارګنۍ څخه په جاییداد کې خپله برخه اخیستې. د سلارزو عبدالله جان وایي چې مور د شاوخوا شپږ کاله تر عدالتي او قانوني کاروایانو وروسته په وراثت کې خپل حق ترلاسه کړ. د دې اونۍ په پروګرام کې په وراثت کې د ښځو د حق او په دې اړه پر قانون تاسو ته معلومات درکوو....more26minPlay
March 09, 2024په پاکستان کې د ښځو ستونزې معلومې دي خو حل لارې یې څه دي؟په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ډلې عورت مارچ ویلي سږ کال د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل لاریونونه د بلوڅانو د حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅې ته ډالۍ کوي. د دې سره سره د دې اونۍ په پروګرام کې د ښځو پر نړیوالې ورځې او د پښتنو مېرمنو پر ټولنیز ژوند، تعلیمي پرمختګ او کار روزګار خبرې کوو....more26minPlay
January 31, 2024په انتخاباتو کې د ښځینه رایه ورکونکو څومره اهمیت دی؟سیاسي فعالان وایي په راروانو عامو انتخاباتو کې د ښځو برخه اخیستل ډېر مهم دي ځکه چې د انتخاباتي کمېشن له قوانینو سره سم، که په کومه حلقه کې په اچولو شویو ووټونو کې د ښځو د ووټونو شمېر تر ۱۰ فیصده کم وي نو هلته به بیا انتخابات کېږي. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې په انتخاباتي عمل کې د ښځو پر رول خبرې شوې دي. د پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده....more27minPlay
December 30, 2023بشیر باران رنګینه او سنګینه شاعري کويدا اوونۍ په خپرونه کې د افغانستان د پکتیکا د اورګون سیمې د یو پېژندل شوي شاعر بشیر باران پر ژوند او کار معلومات اوریدلی شئ. د نوموړي د شاعرۍ دوه کتابونه چاپ شوي چې «داو» او «داغ» نومېږي. د هغوی شعرونه د وخت لویو هنرمندانو هم ویلی چې پکې کرن خان هم شامل دی. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی....more27minPlay
December 19, 2023شمس فګار وايي په پردېسۍ کې د پښتو ادب پالنه ډېر زیار غواړيدا اوونۍ په خپرونه کې د پښتونخوا د یو پېژندل شوي شاعر او فرهنګي شخصیت شمس فګار سره د هغوی پر ادبي او شخصي ژوند غږېدلي یو. نوموړی وايي، لکه څنګه چې یې په خپله پلرنۍ سیمه کې د ادب پالنه کوله، هماغسې یې په پردیسۍ کې هم خپل کار او زیار جاري ساتلی دی. د خپرونې په اوږدو کې د هغوی شاعري هم اورېدلی شئ....more29minPlay
December 12, 2023شاه سعود له روایتي شاعرۍ لرې د شعر خپله یوه نوې نړۍ لريشاه سعود خپله اتمه شعري ټولګه تازه چاپ کړه چې «یو څوک به راشي » نومېږي. هغه مشال راډیو ته وویل، کوشش یې وي چې هر کتاب یې له بل نه جلا وي. هغه وايي، یوازې په شعر کې یې فلسفه نه ده ګډه کړې بلکې د ژوند نورو چارو ته هم د فلسفې له زاویې نه ګوري. هغه مني چې فلسفه او شعر ځان ځان له نړۍ دي خو وايي دا چې خپله یې فلسفه لوستې ده نو ځکه یې په شعرونو د فلسفې وزرې خورې دي. په خپرونه کې د ښاغلي سعود خوږه شاعري هم اورېدلی شئ:...more29minPlay
December 09, 2023غزل مومند وايي د شعر او هنر سره بې اندازې مینه لريغزل مومند وايي په شعر او هنر مین دی. نوموړی له تېرو څو لسیزو راهیسې شاعري کوي خو تر اوسه یې کتاب نه دی چاپ شوی. هغه وايي د ادب سره تړاو لرونکو کسانو له پکار دي چې خپله مطالعه ډېره کړي. په خپرونه کې د غزل مومند خوږه شاعري هم د هغوی په خپل غږ کې اورېدلی شئ:...more28minPlay
November 25, 2023نوراغا نوراني په مساپرۍ کې هم پښتو ادب ته خدمت کوينوراغا نوراني د ننګرهار ځوان شاعر دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې دلته په اروپا کې ژوند کوي. نوموړی وايي، که څه هم دلته ژوند ډېر مصروف او په منډه دی، خو د دې باوجود یې هم د خپلې ژبې د خدمت لپاره تل هلې ځلې جاري ساتلې دي. موږ له دغه ځوان شاعر سره په مشال راډیويي مجله کې د هغه پر فن او ژوند غږېدلي یو....more27minPlay
November 17, 2023ګېلپ: افغان مېرمنې غیر یقیني او تورتم راتلونکی لريګېلپ څېړنیزه اداره په خپلې یوې سروې کې وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو راتلونکی غیریقیني، له کړاوه ډک او تورتم دی. د سروې راپوروایي چې په هغه هېواد کې یوازې ۱۱ سلنه ښځې له خپل ژونده خوشاله دي چې دا په نړۍ کې د یو هېواد تر ټولو کمه شمېره هم ده....more26minPlay
September 16, 2023ګلناز وايي، ورور یې له ۱۵ کالو راهیسې ورک دیپه پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي کلونه تېر شول خو د دوی د خپلوانو په اړه ورته معلومات ورنکړای شول. د خیبر پښتونخوا په سوات ضلع کې د ځینو لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي دغه مسلې ورته ذهني پرېشانۍ جوړې کړي دي. نور تفصیل په تاندې هیلې خپرونه کې:...more26minPlay
FAQs about د مشال راډیويي مجله:How many episodes does د مشال راډیويي مجله have?The podcast currently has 335 episodes available.