Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
اوونیزه کلتوري خپرونه ده چې پکې د اوونۍ ادبي او فرهنګي خبرونه، له لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو سره خبرې او د نویو کتابونو په اړه معلومات خپرېږي.... more
FAQs about د مشال راډیويي مجله:How many episodes does د مشال راډیويي مجله have?The podcast currently has 335 episodes available.
December 23, 2022افغان نجونې: د طالبانو دا فیصله به افغانستان له پرمختګه لیرې وساتيپه افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو د لوړو زده کړو بندیز اعلانولو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. په افغانستان کې دننه هم نجونو زده کونکیو دغه فیصله غندلې او دا یې د دوی د بنیادي حقونوڅخه یوه سرغړونه بللې ده. بلخوا په خیبر پښتونخوا کې هم د بشري حقونو فعالانو او د تعلیمي چارو پوهانو دغه فیصله غندلې....more26minPlay
December 03, 2022پر ښځو د تشدد د ختمولو ۱۶ ورځنی کیمپېن روان دیپه پاکستان کې د ښځو د حقونو خوندي ساتلو ادارې وایي، په هغه هېواد کې پر ښځو د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دې. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له ۲۵مې څخه تر د ډېسېمبر ۱۰مې نیټې پورې په ټوله نړۍ کې پر ښځو د تشدد ختمولو په اړه د پوهاوي ۱۶ ورځنی مهم روان دی....more27minPlay
July 01, 2022رحمت شاه سایل پر پښتو شعر خبرې کويدا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې له وتلي شاعر رحمت شاه سایل سره د هغه پر ژوند او فن غږېدلي یو. د سایل مینه والو د جون پر ۲۰مه د نوموړي ځانګړې ورځ ولمانځله او پر ټولنیزو رسنیو یې د هغه سره خپله مینه ښکاره کړه. موږ هم په همدې پلمه له ښاغلي رحمت شاه سایل سره خبرې کړي او د نوموړي د ژوند او کار پاڼې مو اړولې دي. د خپرونې کوربه نجیب عامر دی....more28minPlay
June 17, 2022د ډاکټر لیاقت تابان د خدمتونو ستاینغونډه او ګڼې مشاعرېدا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ډاکټر لیاقت تابان د ادبي خدمتونو په درناوي د جوړې شوې غونډې حال هم درکوو. همدا رنګه په جنوبي پښتونخوا، ننګرهار او خوست کې د ترسره شویو مشاعرو راپورونو ته هم په خپرونه کې ځای ورکړل شوی دی....more30minPlay
April 08, 2022په جلال اباد او پېښور کې پسرلنۍ مشاعرېدا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې په پېښور کې د رحمان بابا کلیزه عرس پر مهال د مشاعرې په اړه مرکه، په جلال اباد کې د نارنج ګل کلیزه مشاعرې په اړه راپور، له سندرغاړي راشد خان سره خبرې او نور مطالب اورېدلی شئ....more30minPlay
March 15, 2022ډاکټر حنیف خلیل: د غني خان پر ژوند او فن ډېر کار ته اړتیا دهغني خان د ۱۹۹۶ کال د مارچ په ۱۵مه د ۸۲ کالو په عمر کې له نړۍ سترګې پټې کړې وې. هغه د ۱۹۱۴ کال په دسمبر کې په هشتنغر کې د باچا خان په کور کې زوکړی و. د غني خان پر ژوند او فن وخت په وخت کتابونه لیکل شوي او دا لړۍ تر اوسه روانه ده. د پښتو ادب پوهاند وايي، غني خان پښتو شاعرۍ ته فلسفیانه خیالونه پیرزو کړي او په اسانه او کلیواله لهجه کې یې د خپلې شاعرۍ له لارې خلک ترې خبر کړي دي. د غني خان پر فن حنیف خلیل یو کتاب تازه چاپ کړی. دا کتاب غني غني ته نومېږي. حنیف خلیل د اسلام اباد په قاید اعظم پوهنتون کې د پاکستاني مطالعاتو د مرکز ډایرکټر دی. په خپرونه کې همدا رنګه د افغانستان د وتلي هنرمند استاد ګلزمان پر مړینه د هنرمندې نغمې مرکه هم اورېدلی شئ:...more25minPlay
March 11, 2022ماښام خټک انګریزۍ ته د ژباړل شویو ټپو کتاب چاپ کړدا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې اورئ چې کراچۍ کې مېشت لیکوال، شاعر او مدافع وکیل ماښام خټک ټپې انګریزۍ ته ژباړلي او کتاب یې چاپ کړی دی. پر دې سربېره د زما داغستان کتاب د یوې بلې برخې ژباړه هم درته لرو. مشال راډیو هره اوونۍ دغه ادبي او کلتوري خپرونه تاسو ته وړاندې کوي چې پکې د معاصرو لیکوالو، شاعرانو او هنرمندانو سره د هغوی پر فن او کار خبرې کوو....more25minPlay
February 09, 2022ژوب کې د نجونو لپاره د کتابتون جوړېدو یو کال پوره شود بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د نجونو لپاره د ځانګړي کتابتون (لایبررۍ) د جوړېدو یو کال پوره شو. هغه کتابتون د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ واک په مرسته د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه پرانیستل شوی وو. د ژوب نجونه وایي، دا یوازینۍ لایبرري ده چې د هغوی لپاره جوړه شوې ده او هغوی کولی شي هلته کښېني او د کتاب د لوست ترڅنګ پر ادبي او تعلیمي موضوعاتو بحثونه هم وکړي. د کتابتون چلوونکي وايي، اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ کتابونه لري. په دې اړه نور معلومات په تاندې هیلې خپرونه کې درکوو چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more14minPlay
January 20, 2022شمع وزیر: زما سندرې د ولس د هیلو ترجمانې ديدا اوونۍ په مشال راډیويي مجله کې، د بنو بکاخېلو د یو ځوان هنرمند شفیع الله شمع وزیر سره د هغه پر ژوند او کار خبرې شوې دي. نوموړی دا مهال په ابوظهبۍ کې د مساپرۍ شبې سبا کوي خو وايي، هنري فعالیتونه یې جاري ساتلي دي. په خپرونه کې د شمع وزیر ځینې خوږې سندرې هم اورېدلی شئ....more38minPlay
January 20, 2022خدايي خدمتګار تحریک کې د ښځو رولسږکال د جنورۍ پر ۲۰مه د خدایي خدمتګار تحریک د بنیاد ایښودنکي او په پښتنه ټولنه کې د عدم تشدد فلسفې د باني خان عبدالغفار خان (باچا خان) ۳۴ تلین لمانځل کېږي. نوموړي په پښتنه ټولنه کې د ښځو د کردار او د نجونو تعلیم لپاره یوه لویه مبارزه کړې ده. خبرونه دې غږ پر ځای کې اورېدای شئ....more15minPlay
FAQs about د مشال راډیويي مجله:How many episodes does د مشال راډیويي مجله have?The podcast currently has 335 episodes available.