Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.... more
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 826 episodes available.
June 22, 2022ایا په قبایلي ضلعو کې د امنیت لا خرابېدو امکان دی؟په شمالي وزیرستان کې د جون پر ۱۹مه نېټه د څلورو ځوانانو وژنې او په کورمه کې قبايلي او فرقه ییز تاوتريخوالي د قبايلي ضلعو د امنيت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زېږولې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره دا پوښتنه څېړل شوې چې ایا واقعي د قبايلي ضلعو امنيت د لا خرابېدو په حال کې دی؟ خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more27minPlay
June 15, 2022ایا د وفاقي او خیبر پښتونخوا بجټونو کې قبایلي سیمې له پامه غورځول شوي؟د پاکستان وفاقي حکومت د جون پر ۱۰مه او د خيبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۳مه د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د بوديجو قانوني مسودې اسمبلیو ته وړاندې کړې. د دواړو مسودو پر بېلابېلو اړخونو لا هم بحثونه روان دي. خو پر هغو بودیجو يوه نيوکه دا هم کېږي چې پکې د قبايلي ضلعو لپاره د اړتيا وړ پیسې نه دې اېښودل شوې. ايا په ریښتيا هم په بجټونو کې قبايلي ضلعې له پامه غورځول شوې دي؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبر پښتونخوا د مالیې له وزیر تیمور سليم جګړا او د صوبې په اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوند عوامي نېشنل پارټۍ له پارلېماني مشر سردار حسين بابک سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more26minPlay
June 08, 2022د حکومت او وسله والو طالبانو مذاکرات به قبايلی سيمو کې تلپاتې سوله راولي؟په پاکستان کې د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ پر روانو خبرو تاوده بحثونه روان دي. هغو مذاکراتو يوشمېر پوښتنې راپورته کړي چې پکې مهمې يې دا دي چې ایا په پایله کې به یې په سيمه کې تلپاتې سوله راشي او طالبان به له وسله والې جګړې لاس واخلي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين، د پاکستان د پوځ له پخواني بريګېډيير سيد نذير او د خيبر پښتونخوا حکومت له وياند علي محمد سیف سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more28minPlay
June 01, 2022ازادو امېدوارانو ولې د بلوچستان بلدیاتي ټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ ګټلي؟د بلوچستان په ۳۲ ضلعو کې د مې ۲۹مې نېټې د بلدياتي انتخاباتو نارسمي نتيجې ښيي چې ازادو امېدوارانو تر ټولو زياتې یعنې شاوخوا ۱،۸۹۰ څوکۍ ګټلې دي. په هغه صوبه کې نهه کاله وروسته بلدياتې ټاکنې شوې چې پکې د سياسي ګوندونو پرتله د خپلواکه نوماندانو بریاوو شننونکي حیرانه کړي دي. پوښتنه دا ده چې ازادو امېدوارانو ولې دومره لویه بریا ترلاسه کړې ده؟ دا او نورې پوښتنې په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
May 25, 2022د تحریک انصاف لاریون پاکستان له کومو سیاسي او اقتصادي چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی؟پاکستان تحريک انصاف د مې پر ۲۵مه حکومت د انتخاباتو اعلان ته د مجبورولو لپاره د اسلام اباد پر لوري لاريون پیل کړ. خو حکومت په ځواب کې وايي چې تحریک انصاف ته د لاريون اجازه نه ورکوي او قامي اسمبلۍ به تر ۲۰۲۳ز کاله پورې خپله اييني موده پوره کوي. د پنجاب او اسلام اباد پوليسو وار له مخه د تحريک انصاف د غړو او مشرانو د نيولو لړۍ پیل کړې ده. په ځینو سيمو کې د احتجاجیانو او پوليسو ترمینځ نښتې هم شوې دي. د تحريک انصاف او واکمن ګوندونو ترمینځ ترینګلتیا بیخي زیاته شوې ده چې د هېواد سياسي نظام او اقتصادي وضعيت يې له چیلېنجونو سره مخامخ کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې کې د روانې سياسي ناکرارۍ بېلابېل اړخونه څېړل شوي دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more24minPlay
May 18, 2022پاکستان حکومت ولې له طالبانو سره خبرې کوي او ایا دا به نتيجه ورکړي؟د پاکستان پوځ د پېښور کور کمانډر جنرال فیض حميد په مشرۍ يو پلاوی له ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د خبرو اترو لپاره کابل ته تللی. دا خبره د مې پر ۱۷مه نېټه يو چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته کړې ده. حکومت او پوځ په رسمی توګه لاهم د دې تصديق نه دی کړی. دا لومړۍ ځل نه دی چې د پاکستان حکومت له وسله وال طالبان خبرې کوي بلکې تر دې وړاندې هم د دوی ترمنځ د سولې يوشمېر تړونونه شوي خو بیا مات شوي دي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولې له طالبانو سره مذاکراتو ته اړ شوی او که چېرې د دوی ترمنځ يو تړون کېږی نو ایا دا به د پخوانيو هغو برعکس يوه نتيجه ورکړي؟ دا او نورې پوښتنې د چارو له پوهانو سره څېړل شوي دي....more28minPlay
May 11, 2022د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت له کومو ستونزو سره مخ دی؟د شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان په اوسني حکومت کې شامل ګوندونو په داسې وخت کې د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د عدم اعتماد له لارې عمران خان له حکومته ګوښه کړی وو چې د هغه د واک د ايیني مودې پوره کېدو ته څه دپاسه يوه نيم کال پاتې وو. ځينې کارپوهان فکر کوي چې بايد پخواني اپوزیشن د تحريک انصاف حکومت پرې اېښی وای چې پنځه کلن اييني وخت يې پوره کړی وای دا ځکه چې په واک کې له راتلو سره سم به دوی ونه کولای شي چې د عمران خان له حکومت ور پاتې مشکلات په يوه نيم کال کې حل کړي. پوښتنه دا ده چې ایا په واک کې له راتلو وروسته اوسني حکومت ته دا احساس شوی چې دوی له مشکلاتو سره مخامخ دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو پوښتل شوې دي....more27minPlay
May 04, 2022پاکستان کې مياشت ليدل سياسي، مذهبي او که ساينسي مسله ده؟په پاکستان کې دا ځل درې جلا، جلا اخترونه ولمانځل شول. په هغه هېواد کې هرکال د روژې، کوچني اختر او لوی اختر مياشت ليدل یوه لانجمنه موضوع وي چې په نتیجه يې اکثر پر یوه ورځ روژه نه نیول کېږي او اختر هم د ټول هېواد پر کچ پر یوه ورځ نه وي. دا چې سپوږمۍ يوه ده او د پاکستان او ګاونډیو هېوادونو ترمینځ یې جغرافیايي فاصله هم بیخي کمه ده نو بیا ولې په مختلفو سيمو کې پر مختلفو ورځو مياشت لېدل کېږي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب د غږ په ځای اورېدای شئ....more23minPlay
April 27, 2022د بلوڅ وسله والو ډلو د زیاتېدونکو بريدونه لاملونه څه دي؟په کراچۍ پوهنتون کې په چاودنه کې د درې چینايي وګړو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي. بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي په بیان کې ادعا کړې چې د اپرېل ۲۶مې نېټې حمله يوې ځانمرګې بريدګرې وکړ. هغې ناقانونه ډلې د مبینه بریدکوونکې تصوير خپور کړی او نوم يې شاري بلوڅه عرف برمش ياد کړی دی. په بلوچستان کې په وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو او چينايي وګړو بريدونه زیات شوي دي. پوښتنه دا ده چې د بلوڅ وسله والو ډلو د زیاتېدونکو بريدونو لاملونه څه دي او د دې د پاکستان او چين پر تعلقاتو، په تېره بیا د چين-پاکستان اقتصادي راهدارۍ پر پروژو، څه ډول اغېز شونی دی؟ دا او نورې پوښتنې په بحث کې له پوهانو سره څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
April 20, 2022پر افغانستان حملې د طالبانو حکومت او پاکستان تعلقات څومره خراب کړي؟د پاکستان او د طالبانو حکومت ترمینځ اړيکې تر هغه وروسته لږ څه سړې شوې چې د اپرېل پر ۱۶مه پاکستانیو ځواکونو په خوست او کونړ کې بمباري وکړه. د ځايي چارواکو او عيني شاهدانو په وينا، په دې حملو کې تر ۴۵ زیات ولسي وګړي وژل شوي او لسګونه ټپیان دي. په دې کې یې یوه بمباري په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو پر کورونو شوې وه. تر پېښې وروسته د طالبانو حکومت په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد احضار کړ او ورته يې احتجاج وکړ. اسلام اباد وروسته په بیان خپرولو سره د حملې ذکر و نه کړ البته و یې ويل چې د افغانستان د خودمختارۍ او خپلواکۍ احترام کوي. د ۲۰۲۱زکال د اګست په مياشت کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې پاکستان د افغانستان پر خاوره حملې کړې دي. تازه حملو ته په کتو سره پوښتنه پیدا کېږي چې پر افغانستان بریدونه د طالبانو حکومت او پاکستان تعلقات څومره خراب کړي؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 826 episodes available.