Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.... more
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 826 episodes available.
February 02, 2022پاکستان کې د ولسمشريز نظام جوړولو په اړه بحثونه چا او ولې پیل کړي؟د پاکستان سېنېټ د جنورۍ پر ۳۱مه په هغه هېواد کې د صدارتي يا ولسمشريز نظام راوستو پرضد قرارداد منظور کړی وو. قراداد د حزب اختلاف غړي رضا رباني د هغو ګنګوسو او بحثونو په رڼا کې وړاندې کړ چې له تېرو څو اوونيو راهیسې په پاکستان کې د ولسمشريز نظام د نافذولو په اړه پر ټولنيزو رسنيو او مطبوعاتو کې روان دي. د واکمن تحريک انصاف سېنېټر شهزاد وسيم د سېنېټ په غونډه کې واضحه کړه چې حکومت له هغو اوازو او بحثونو سره هېڅ تړاو نه لري او کله هم د صدارتي نظام خوښوونکی او راوستونکی نه دی. د ۱۹۷۳ز کال له اساسي قانون سره سم، پاکستان یو وفاقي پارلېماني جمهوریت دی. خو په هغه هېواد کې مخکې درې ځلې ولسمشريز نظام ازمویل شوی دی. د هغه هېواد زیاتره سياسي ګوندونه د ولسمشريز نظام مخالفان دي. پوښتنه دا ده چې د ولسمشريز نظام په اړه تازه بحث چا او ولې راپورته کړی دی؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
January 26, 2022د روڼتیا نړيوال سازمان رپورټ د عمران خان د درغلۍ ضد سياست ته ضربه؟په پاکستان کې له هغه وروسته سیاست زیات تود شوی چې د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د روڼتيا نړيوال سازمان (ټراسپېرنسي انټرنېشنل) په خپل نړيوال کلني رپورټ کې وويل چې په پاکستان کې په ۲۰۲۱ز کال کې د نورو کالونو په پرتله درغلي يا کرپشن زيات شوی دی. د درغلۍ پرضد مبارزه هغه مهمه نکته وه چې له کبله يې وزيراعظم عمران خان په واک کې راغلی وو. خو د شفافيت نړيوال سازمان دې تازه رپورټ د عمران خان سیاست له يو نوي چېلنج سره مخامخ کړی. پوښتنه دا ده چې دې رپورټ د عمران خان د درغلۍ پرضد سياسي بیانيې ته څومره ضربه رسولې ده؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوي دي....more27minPlay
January 19, 2022په بلوچستان کې ډاکټران څه غواړي؟د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو احتجاج څېړلی دی. په کوټه کې ځوان ډاکټران له تېرو درېیو مياشتو راهيسې له حکومته غوښتنه کوي چې د سرکاري روغتونونو د شخصي کولو پرېکړې دې بیرته واخلي، د دې ترڅنګ په روغتونونو کې دې دوایانې يقيني کړي او ټول بنيادي سهولتونه دې ورکړي. د مشال تر رڼا بحت کې د ځوان ډاکټرانو اتحاديې وياند ډاکټر کليم کاکړ او په کوټه کې خبريال جلال نورزی مېلمانه دي.د خپرونې کوربه ګل اياز دی....more27minPlay
January 12, 2022د خيبرپښتونخوا سېلاني سيمو کې د مري غوندې پېښې مخنيوی څنګه کېدای شي؟د پاکستان په مري ښار کې د جنورۍ پر اوومه نېټه په وارو او سخته يخنۍ کې د بندېدو له کبله ۲۷ سېلانيان وژل شوي ول. د ورته پېښو مخنيوي لپاره حکومت مري ته د خلکو پر ورتګ بنديز لګولی دی. د خيبر پښتونخوا د سېلګرۍ ادارې هم په دې اړه اقدامات کړي دي. د مري غوندې پېښو د مخنيوي لپاره څه کېدای شي؟ د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي....more27minPlay
January 05, 2022د پاکستان تحریک انصاف ضد د بهرنيو چندو مقدمه ولې مهمه ده؟د مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو دا ځل د پاکستان انتخاباتي کمېشن له خوا د واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف پرضد د بهرنیو چندو (فارن فنډنګ) مقدمې موضوع څېړلې ده. د دې قضيې په اړه جوړې تحقیقاتي کمېټۍ د درو کلونو او نهو مياشتو تر پلټنو وروسته خپل راپور انتخاباتي کمېشن ته وړاندې کړ، خو کمېشن د جنورۍ پر څلورمه د پاکستان تحريک انصاف پر غوښتنه د پرېکړې اورول د ۱۵ ورځو لپاره وځنډول. په خپرونه کې په اسلام اباد کې خبريال زاهد مشواڼی او د مشال راډيو مدير داود خټک مېلمانه دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
December 22, 2021خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو او د نتیجو صورتحالد مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په خيبر پښتونخوا کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه د بلدياتي انتخاباتو لومړي پړاو غيرحتمي او غير سرکاري نتيجو موضوع څېړلې ده. له غير سرکاري نتيجو سره سم، جمعيت علمای اسلام (ف) د تحصيلونو پر کچ تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې دي. واکمن تحريک انصاف ګوند پر دویم نمبر او پر درېیم نمبر عوامي نيشنل ګوند راغلی دی. عوامي نيشنل ګوند له تېرو څو کلونو راهيسې په اپوزېشن کې دی خو دا ځل په بلدياتي انتخاباتو کې یې زياتې څوکۍ ترلاسه نه کړای شوې. په بحث کې د عوامي نيشنل ګوند صوبايي سيکرټر سردار حسین بابک، د مشال راډیو خبريال خالد خان او په پېښور کې د ډان نيوز بيورو چيف علي اکبر خان برخه اخیستې. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 826 episodes available.