Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د مشال راډیو د ۱۴ ساعته خپرونو دویمه او وروستۍ خبري ګړۍ. په دې خپرونه کې تر خبرونو وروسته بېلا بېل سیمه ییز او نړیوال رپورټونه، شننې، مرکې، کلتوري او ټولنیز رپورټونه خپرېږي.... more
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 826 episodes available.
April 13, 2022د پاکستان نوی وزیراعظم شهباز شريف له کومو چيلېنجونو سره مخامخ دی؟د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف د اپرېل پر ۱۲مه نېټه د پاکستان قامي اسمبلۍ وزیراعظم وټاکه. تر دې وړاندې اسمبلۍ د اپرېل پر ۱۰مه نېټه د نه باور تحريک له لارې د تحريک انصاف مشر عمران خان د لومړي وزیر له څوکۍ لیرې کړ. عمران خان څه باندې درې نيم کاله واکمن وو. د هغه د حکومت مخالفه ګوندونو به تور پورې کاوه چې د عمران خان په واکمنۍ کې د هېواد اقتصاد خراب شوی، سياسي او د رسنیو ازادۍ محدودې شوې دي. اوس چې شهباز شريف د وزیراعظم په توګه په رسمي توګه کار پیل کړی نو پوښتنه دا ده چې هغه له کومو چيلېنجونو سره مخامخ دی؟ دا پوښتنه مو په مشال تر رڼا لاندې بحث کې له پوهانو سره څېړلې چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
April 06, 2022د پاکستان سياسي کړکېچ: د ګوندونو او سپريم کورټ رول او چیلېنجونهپه پاکستان کې د اپرېل پر درېيمه نېټه د قامي اسمبلۍ د ډېپټي سپیکر قاسم شاه سوري له خوا د غونډې پر مهال د وزیراعظم عمران خان پرضد د اپوزیشن د عدم اعتماد تحريک ردولو اقدام په هغه هېواد کې سياسي کړکېچ زېږولی دی. تر دې ګام وروسته، ولسمشر ډاکټر عارف علوي د عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلۍ ماته کړې ده. دې وضعيت په پاکستان کې د قانون واکمنۍ او د هغه هېواد سياسي نظام په اړه بحثونه پارولي دي. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو سره په دې کړکېچ کې د ګوندونو او سپریم کورټ پر رول او ننګونو بحث شوی دی....more27minPlay
March 30, 2022د مذهب سپکاوي په تور د ښځو لخوا وژنه حېرانوونکی او ډاروونکی رجحان دی؟د خيبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې دريو نجونو د مارچ پر ۲۹مه مذهب ته د سپکاوي په تور د مدرسې يوه استاده يا ښوونکې وژلې ده. دا لومړی ځل نه دی چې په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي په تور يو څوک وژل کېږی بلکې په تېرو څلور مياشتو کې د دې تور پر اساس د وژنې دا څلورمه پېښه ده. البته دا ښايی لومړی ځل وي چې په دې هېواد کې ښځې يوه بله ښځه په دې تور وژني. پوښتنه دا ده چې ايا د ښځو لخوا مذهب ته د سپکاوي دا پېښه حېرانونکی رجحان دی؟ دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي....more26minPlay
March 23, 2022د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان غونډه څومره اغيزناکه ده؟د مارچ پر ۲۲مه او ۲۳مه په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۸مه غونډه وشوه چې پکې د افغانستان پر حالاتو هم خبرې او بحثونه وشول. د دې کانفرانس مقضد څه دی او ایا د ستونزو په هواري کې عملي اقدام کولی شي؟ دا د مشال راډيو تر رڼا لاندې د دې خپرونې موضوع ده....more27minPlay
March 16, 2022اسلام اباد کې د پي ټي ای او پي ډي اېم غونډې د نښتو خطر لرلای شي؟د پاکستان واکمن ګوند تحريک انصاف او مخالفه ګوندونو اتحاد (پی ډي اېم) پر يوه وخت په اسلام اباد کې د پارلېمان مخې ته غونډې اعلان کړې دي. تحريک انصاف د مارچ ۲۷مه او پی ډي اېم بیا د مارچ ۲۵مه د خپلو غونډو لپاره ټاکلې ده. پوښتنه دا ده چې پر يوه وخت د پارلېمان مخې ته دغسې غونډې خو به په نښتو بدل نشي؟ د او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره بحث شوې دي....more27minPlay
March 09, 2022ايا د عمران خان ضد به د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ تحريک بریالی شي؟د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو د مارچ پر اتمه د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک جمع کړ. دوی له ډېرې مودې راهیسې د بې باورۍ تحریک وړاندې کولو خبره کوله خو بیا یې هر وخت دا کار ځنډاوه. پوښتنه دا ده چې اوس داسې څه وشول چې مخالفه ګوندونو د بې باورۍ تحريک جمع کړ او ایا دا به بریالی هم شي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
March 02, 2022د عمران خان پرضد د حزب اختلاف د عدم اعتماد تحریک ګام څومره جدي دی؟د پاکستان حزب اختلاف د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تحريک وړاندې کولو لپاره هلو ځلو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او پیپلز پارټۍ مشران نه يوازې په خپلو کې ناستې ډېرې کړي بلکې د واکمن تحريک انصاف له متحدينو سره هم ليده کاته کوي. د حزب اختلاف د دې هلو ځلو په ځواب کې تحريک انصاف او خپله وزیراعظم عمران خان هم له اتحاديانو سره ملاقاتونه پیل کړي دي. پوښتنه دا چې د حزب اختلاف له خوا د عمران خان پرضد د عدم اعتماد اقدام څومره جدي دی او ایا دې وزیراعظم پرېشانه کړی دی او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
February 23, 2022د روسیې او اوکراین ترمینځ ترینګلتیا پر پاکستان او افغانستان څه اغېز کولای شي؟د پاکستان وزیراعظم عمران خان د فبرورۍ پر ۲۳مه پر داسې مهال د روسیې په سفر دی چې مسکو د اوکراین په ختیځ کې د دنېڅک او لوهانسک په نوم د سیمو خپلواکي په رسمیت پېژندلې او هلته یې د ځواکونو استولو اعلان کړی دی. د شوروي اتحاد تر ماتېدو وروسته په خاصه توګه په تېره يوه لسيزه کې د اسلام اباد او مسکو ترمینځ تعلقات خورا ښه شوي دي. خو د عمران خان د دوه ورځني سفر پرمهال په هغه سیمه کې ترینګلتیا خورا زیاته شوې ده چې پکې روسیه او امریکا او د لویدیځ ملګري یې یو بل ته مخامخ شوي دي. پاکستان د سړې جګړې پرمهال او اوس هم له امريکا سره ښې اړيکې لري. اخوا پر افغانستان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې طالبان واکمن شول چې د روسیې په ګډون هېڅ یوه هېواد لا په رسمیت نه دی پېژندلی. نو په داسې حال کې د اوکراین پر سر د روسيې او مقابل لوري امريکا او غربي هېوادونو ترمینځ ترینګلتیا پر پاکستان او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان باندې څه اغېز کولای شي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي....more25minPlay
February 16, 2022د علي وزیر قضيه سياسي که قانوني انګېزه لري؟په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د فبرورۍ پر ۱۵مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د يو مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان استازي علي وزير د ضمانت درخواست رد کړ. پر نوموړي د رياست او ریاستي ادارو پرضد له کرکې ډکې ويناګانو تور دی چې هغه یې ردوي. د علي وزیر پرضد جوړې مقدمې د پاکستان د مهمو سیاسي مسلو په توګه یادېږي او د بشري حقونو سازمانونو په بیا بیا پر حکومت غږ کړی چې هغه خوشې کړي. پښتون ژغورنې غورځنګ هم د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې په کراچۍ کې د علي وزیر د خوشې کېدو د غوښتنې لپاره د سيند اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی چې لا هم دوام لري. پوښتنه دا ده چې د علي وزیر پرضد مقدمه سياسي که قانوني انګېزه لري؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
February 09, 2022بلوڅ وسله والو څنګه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو د لويو حملو توان پیدا کړ؟د پاکستان په سياست او رسنيو کې د بلوچستان د شخړې په اړه یو وار بیا بحثونه تاوده شوي دي. دا تر هغې وروسته ده چې د فبرورۍ پر دويمه نېټه بلوڅ بېلتونپالي وسله وال په پنجګور او نوشکي ضلعو کې د امنيتي ځواکونو مرکزونو ته ننوتل چې ورسره سم، د هغوی او حکومتي عسکرو ترمینځ نښتې پیل شوې. په نوشکي کې نښتې د فبرورۍ پر درېیمه پای ته ورسېدي خو په پنجګور کې تر درو ورځو پورې روانې وې. د بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه. د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) وايي چې په نښتو کې نهه عسکر او۲۰ وسله وال وژل شوي دي. خو بي اېل اې د خپلو ۱۶ وسله والو او تر ۱۰۰ څخه د زیاتو سرتېرو د وژنو دعوه کوي. مشال راډیو په خپلواکه ډول د دواړو غاړو د دعوو تصديق نه شي کولای. د بلوڅ بېلتونپالو چې له تېرو شاوخوا ۱۶ کلونو راهيسې د پاکستان پرضد وسله واله جګړه کوي، دومره لويو حملو زیاتره خلک حیرانه کړي دي. د پاکستان پوځ به ادعا کوله چې په بلوچستان کې يې د بلوڅ وسله والو ملا ورماته کړې ده. پوښتنه دا ده چې بلوڅ وسله والو د دومره لویو حملو توان څنګه پیدا کړ او ایا د بلوچستان د شخړې یو تلپاتی حل شته او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
FAQs about دویمه خبري ګړۍ:How many episodes does دویمه خبري ګړۍ have?The podcast currently has 826 episodes available.