Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې... more
FAQs about ځانګړې مرکه - Voice of America:How many episodes does ځانګړې مرکه - Voice of America have?The podcast currently has 162 episodes available.
July 10, 2024احدي: طالبان د دوحې په غونډه کې برلاسي وو - ځانګړې مرکه - چنګاښ ۲۰, ۱۴۰۳د افغانستان د مالیې پخواني وزیر انوارالحق احدي امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې ویلي چې د افغانستان په اړه د دوحې په درېیمه غونډه کې طالبان برلاسي ښکارېدل او د غونډې اجنډا د دوی په خوښه زیاتره د اقتصادي مسایلو په باب وه، په داسې حال کې چې نړۍ تمه لرله په دې غونډه کې به ترډېره سیاسي ستونزې وڅېړل شي....more29minPlay
July 03, 2024احمدزی: د طالبانو پالیسي افغانستان سره د مرستو د کمښت لامل دی - ځانګړې مرکه - چنګاښ ۱۳, ۱۴۰۳امریکا کې د پوهنتون استاد علم خان احمدزی له افغانستان سره د مرستو د کموالي عمده لامل له نړۍ سره د اړیکو دپاره د طالبانو کمزورې پالیسي بولي. ښاغلي احمدزي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې له افغانستان سره د مرستو د کمیدو اغیزې ناوړه ګڼلي دي....more29minPlay
June 26, 2024شفیقه خپلواک: افغانستان یو نسل باسواده ښځې له لاسه ورکړي - ځانګړې مرکه - چنګاښ ۰۶, ۱۴۰۳لیکواله او شاعره شفیقه خپلواک وايي، د نجونو پر زده کړو بندیز نه جبرانېدونکی دی. مېرمن خپلواک د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز له کبله، افغانستان لږترلږه یو نسل باسواده ښځې له لاسه ورکړې....more29minPlay
June 19, 2024ترهکی: افغانستان کې د اوبو له ظرفیتونو سمه ګټه نده اخیستل شوې - ځانګړې مرکه - غبرګولی ۳۰, ۱۴۰۳د نړیوال پرمختګ او د اوبو د زېرمو څېړونکی یار محمد تره کي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغانستان د اوبو د زېرمو له اړخه یو بډایه هیواد دی، خو په تېرو کلنو کې په دغه هیواد کې د اوبو په برخه کې له ظرفیتونو ګټه اخیستل شوې نه ده. ښاغلی تره کی وايي، د اوبو مدیریت لا هم یوه ستره ننګونه ده....more29minPlay
June 12, 2024افریدی: له پاکستانه مو غوښتي افغان کډوال ونه شړي - ځانګړې مرکه - غبرګولی ۲۳, ۱۴۰۳په پېښور کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ویاند قیصر افریدي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د پاکستان د حکومت څخه یې غوښتي چې افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې و نه باسي، ځکه په افغانستان کې وضعیت ناڅرګند دی....more29minPlay
June 05, 2024فدايي: افغانستان له ښه پلان سره نړیوال جام ته تللی - ځانګړې مرکه - غبرګولی ۱۶, ۱۴۰۳د کرکټ مبصر احمد فرهاد فدايي امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې ویلي چې د افغانستان لوبډله له ښه پلان سره د کرکټ نړیوال جام ته تللې ده. فدايي وايي چې په ای پي ایل او نورو تجارتي لوبو کې د افغان لوبغاړو تجربه به په دغه جام کې د افغانستان په ګټه تمامه شي....more29minPlay
May 29, 2024شاوې لي: افغانستان کې د خوړو کمښت د اندیښنې وړ دی - ځانګړې مرکه - غبرګولی ۰۹, ۱۴۰۳د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام مشره شاوې لي د افغانستان د نفوس درېیمه برخه له لوږې سره مخامخ بولي. له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې هغې ویلي چې په افغانستان کې د دومره زیات شمېر خلکو خوړو ته اړتیا د اندېښنې وړ ده....more29minPlay
May 22, 2024شاه: افغانستان او پاکستان کې اورپکي ځواکمن شوي- ځانګړې مرکه - غبرګولی ۰۲, ۱۴۰۳د خیبر پښتونخوا د پولیسو پخواني مشر اختر علي شاه امریکا غږ ته په ځانګړې مرکې کې ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې اورپکې ډلې بیا ځواکمنې شوي او د نړۍ هېوادونه یې اندېښمن کړي دي....more29minPlay
May 15, 2024د بریتانیا د غوره جایزې ګټونکي افغان سره ځانګړې مرکه - غویی ۲۶, ۱۴۰۳په بریتانیا کې د افغان خیریه ټولنې مشر محمد فهیم ځاځي، چې ددغه هېواد د شاهي کورنۍ لخوا د"بریتانیا د امپراتورۍ غړي" جایزه ورکړل شوې، د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې ددې جایزې په ترلاسه کولو سره یې بریتانیا مېشتو افغانانو ته د لا زیاتو خدمتونو د وړاندې کولو هوډ پیاوړی شوی دی....more29minPlay
May 08, 2024جبران لوراند: په افغانستان کې د رسنیو راتلونکې تیاره ده – ځانګړې مرکه - غویی ۱۹, ۱۴۰۳ژورنالېست جبران لوراند د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د ازادو مطبوعاتو راتلونکې تیاره ده، ځکه ورځ تر بلې د طالبانو له لوري د رسنیو پر کار محدودیتونه لګول کیږي. لوراند وايي چې د طالبانو د محدودیتونو او فشارونو له کبله اړ شوی چې د خبریالۍ کار پرېږدي....more29minPlay
FAQs about ځانګړې مرکه - Voice of America:How many episodes does ځانګړې مرکه - Voice of America have?The podcast currently has 162 episodes available.