Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې... more
FAQs about ځانګړې مرکه - Voice of America:How many episodes does ځانګړې مرکه - Voice of America have?The podcast currently has 162 episodes available.
May 01, 2024تره کی: افغانستان کې د اوبو له ظرفیت سمه ګټه نده اخیستل شوې - ځانګړې مرکه - غویی ۱۲, ۱۴۰۳د نړیوال پرمختګ او د اوبو د زېرمو څېړونکی یار محمد تره کي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې افغانستان د اوبو د زېرمو له اړخه یو بډایه هیواد دی، خو په تېرو کلنو کې په دغه هیواد کې د اوبو په برخه کې له ظرفیتونو ګټه اخیستل شوې نه ده. ښاغلی تره کی وايي، د اوبو مدیریت لا هم یوه ستره ننګونه ده....more29minPlay
April 24, 2024د صمدخان اڅکزي ژوند او مبارزه - ځانګړې مرکه - غویی ۰۵, ۱۴۰۳د صمدخان اڅکزي د ژوند او فعالیتونو په اړه د هغه د لمسي او لیکوال ایاز اڅکزي سره ځانګړې مرکه شوې چې د صمدخان اڅکزي"زما ژوند او ژوندون" کتاب یې انګریزي ته ژباړلی دی....more29minPlay
April 17, 2024کاکړ: پاکستان افغان کډوال د سیاسي ګټو لپاره کارولي - ځانګړې مرکه - وری ۲۹, ۱۴۰۳د کډوالو د حقونو فعاله منیزه کاکړ وايي پاکستان افغان کډوال د سیاسي ګټو لپاره کارولي دي. کاکړ له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل اسلام اباد په نوي اقدام کې پریکړه کړې چې د روان کال د اپریل له نیمايي وروسته د افغانو کډوالو د ایستلو بله لړۍ پیل کړي چې راجستر شوي کډوال هم پکې شامل دي....more29minPlay
April 10, 2024احمدزی: د طالبانو پالیسي افغانستان سره د مرستو د کمښت لامل دی - ځانګړې مرکه - وری ۲۲, ۱۴۰۳امریکا کې د پوهنتون استاد علم خان احمدزی له افغانستان سره د مرستو د کموالي عمده لامل له نړۍ سره د اړیکو دپاره د طالبانو کمزورې پالیسي بولي. ښاغلي احمدزي له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې له افغانستان سره د مرستو د کمیدو اغیزې ناوړه ګڼلي دي....more29minPlay
April 03, 2024کلیوال: طالبان کانونه د پیسو په بدل کې پلوري - ځانګړې مرکه - وری ۱۵, ۱۴۰۳د کانونو د چارو څیړونکي سلطان جان کلیوال امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت پرته له دې چې د شرکتونو تخنیکي شرایط مطالعه کړي، د کانونو د کېندلو قراردادونه ورکړي، د افغانستان د کانونو سرچینې تخریب او له منځه وړي. ښاغلی کلیوال وايي طالبان کانونه د پیسو پیدا کولو لپاره پلوري....more29minPlay
March 27, 2024جلالي: د طالبانو واکمني حکومت نه دی - ځانګړې مرکه - وری ۰۸, ۱۴۰۳د امریکا د ملي دفاع پوهنتون استاد علي احمد جلالي وايي طالبان د ویرې له لارې په افغانستان کې واک چلوي او حکومت نه بلل کیږي. ښاغلي جلالي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د افراطي ډلو سره د طالبانو اړیکې په افغانستان او سیمه کې سرخوږی رامنځ ته کولای شي....more29minPlay
March 20, 2024حمیدي: طالبان د خپلو غړو جرمونه پټوي - ځانګړې مرکه - وری ۰۱, ۱۴۰۳د افغانستان پخوانی لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وایي طالبان هیڅ داسې دلیل نلري چې د جمهوریت د دورې د اساسي قانون احکام غیر اسلامي ثابت کړي. حمیدي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې طالبان د خپلو ملګرو او حکومتي غړو جرمونه پټوي خو په عامو خلکو بیا قانون تطبیقوي....more29minPlay
March 13, 2024حمیدي: د نجونو پر زدکړه د بندیز جبرانول به لسیزې ونیسي - ځانګړې مرکه - کب ۲۳, ۱۴۰۲د افغانستان د پوهنې وزارت پخوانۍ سرپرستې رنګینې حمیدي د امریکا غږ د ځانګړو مرکو خپرونې ته ویلي چې د نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیز له امله افغانستان ته د اوښتي زیان جبرانول به لسیزې وخت ونیسي....more29minPlay
March 06, 2024کریمي: د دوحې د پرېکړو په پایله کې اردو له جګړې لاس واخیست - ځانګړې مرکه - کب ۱۶, ۱۴۰۲د افغانستان پخواني لوی درستیز جنرال شېر محمد کریمي د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دوحې تړون په پایله کې طالبان پرته له جګړې واک ته ورسېدل. ښاغلی کریمي وايي طالبانو خپل یو اړخیز حکومت جوړ کړی دی او د افغانستان د خلکو غوښتنې پکې منعکسې نه دي....more29minPlay
February 28, 2024قانت: د مدرسو ترڅنګ عصري زدهکړې او د مېرمنو تعلیم هم جدي اړتیا ده - ځانګړې مرکه - کب ۰۹, ۱۴۰۲د اسلامي چارو شنونکی عبدالقادر قانت وايي د طالبانو د حکومت دنده ده چې عصري زده کړو ته زمینه برابره کړي او یوازې د مدرسو په جوړولو سره نورو زده کړو ته شا نه کړي. ښاغلي قانت د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د دیني مدارسو جوړولو ترڅنګ عصري زده کړې او د میرمنو زده کړې یوه جدي اړتیا ده....more29minPlay
FAQs about ځانګړې مرکه - Voice of America:How many episodes does ځانګړې مرکه - Voice of America have?The podcast currently has 162 episodes available.