Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د افغانستان او نړۍ د تودو موضوعګانو په هکله د مسولینو، مقاماتو، کارپوهانو او څیړونکو سره ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې... more
FAQs about ځانګړې مرکه - Voice of America:How many episodes does ځانګړې مرکه - Voice of America have?The podcast currently has 162 episodes available.
December 13, 2023فروتن: افغانستان کې د ګوزڼ له منځه وړلو هوډ شته - ځانګړې مرکه - لیندۍ ۲۲, ۱۴۰۲په افغانستان کې د اسلامي مشورتي ډلې مشر شمس الرحمن فروتن وايي چې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره په ټول افغانستان کې هلې ځلې پیل شوې دي. ښاغلی فروتن وايي چې لا هم په ځینو سېمو کې یو شمېر کسان د پولیو واکسین لګولو سره مخالفت کوي، خو دوی د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ هڅې پیل کړي چې د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي....more29minPlay
December 06, 2023بالیود سېنما ته د یو افغان کډوال د سفر لوړې ژورې- ځانګړې مرکه - لیندۍ ۱۵, ۱۴۰۲نواب خان هغه افغان ځوان دی چې په دې وروستیو کې د امنیتي ستونزو له امله له خپلې کورنۍ سره هند ته او بیا وروسته استرالیا ته کډوال شوی دی. نواب خان هم د نورو افغانو کډوالو په څیر د ژوند لوړې ژورې لیدلي خو حوصله یې نده بایللې او خپل ارمان ته چې په هندي فلمونو کې کار کول و، رسېدلی دی. نواب خان د امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي چې په سېنما کې یې د کار کولو خوب او هغه هم په هندي سېنما کې د هر چا لپاره ناشونی ښکاریده خو ده وکولای شو چې دا خوب پوره کړي....more29minPlay
November 29, 2023ساپۍ: د افغانستان چارواکې دې له وروستیو پېښو زدهکړه وکړي - ځانګړې مرکه - لیندۍ ۰۸, ۱۴۰۲د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، ګلالۍ نور ساپۍ وایي په افغانستان کې چارواکي باید د دردونکو پېښو نه زده کړې وکړي، که له پاکستان څخه د کډوالو ایستل دي او که په هرات کې د زلزله ځپلو سره مرسته، چارواکي باید پدې پوه شي چې په ټولنه کې د ښځو شتون څومره ضروري دی....more29minPlay
November 22, 2023کاکړ: پاکستان څخه د کډوالو د شړلو پرېکړه 'غیرانساني' ده - ځانګړې مرکه - لیندۍ ۰۱, ۱۴۰۲د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د خوشحال ډلې مشر خوشحال کاکړ امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل، په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه "غیرانساني" او له ټولو نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې ده....more29minPlay
November 15, 2023بشرا ګوهر: د افغان کډوالو د شړلو خلاف مبارزه کوو - ځانګړې مرکه - لړم ۲۴, ۱۴۰۲د ځانګړې مرکې په خپرونه کې د پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو د پرېکړې په اړه د پیښور میشتې سیاستوالې بشرا ګوهر سره خبرې شوي دي. ځانګړې مرکې هره چهارشنبه د ماښام ۶:۰۰ بجو څخه تر ۶:۳۰ بجو دقیقو پورې د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وګورئ او واورئ....more29minPlay
November 08, 2023میرویس اشرف: د کرکټ ملي لوبډله کې ځوانانو ته فرصت برابروو - ځانګړې مرکه - لړم ۱۷, ۱۴۰۲د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئیس، میرویس اشرف وايي هڅه کوي چې په ملي ټیم کې نویو ځوانانو ته فرصت ورکړي. میرویس اشرف وايي، افغانو لوبغاړو په خپل استعداد د کرکټ په نړۍ کې د هیواد نوم ځلولی او پدې کې د بل هیڅ هیواد رول او احسان نه دی شامل....more29minPlay
November 01, 2023شاکر: پاکستان څخه ستنېدونکو افغانانو ته د کار روزګار چاره کوو - ځانګړې مرکه - لړم ۱۰, ۱۴۰۲په پېښور کې د طالبانو جنرال قونسل حافظ محب الله شاکر وايي، طالبان له پاکستان څخه هېواد ته د ستنېدونکو افغانانو د کار روزګار چاره کوي....more29minPlay
October 25, 2023د سخاروف جایزې ته افغانه کاندیده پرستو حکیم - ځانګړې مرکه - لړم ۰۳, ۱۴۰۲اروپايي ټولنې تېره اونۍ د بشري حقونو لپاره د سخاروف کلنۍ جایزه ۲۲ کلنۍ ایرانۍ کردۍ مېرمنې مسها امیني ته ورکړه، چې تیر کال د ایران د پولیسو په توقیف کې مړه شوه. په دې ځانګړې مرکه کې د سخاروف جایزې افغانې نوماندې پرستو حکیم سره خبرې شوي دي....more29minPlay
October 18, 2023متقي: زلزله ځپلو ته 'اساسي' کورونه جوړوو - ځانګړې مرکه - تله ۲۶, ۱۴۰۲په هرات کې د زلزله ځپلو سره د مرستو دپاره د طالبانو د کمیسیون غړی احمدالله متقي وايي، په زلزله کې شاوخوا ۱۳۵۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. متقي وايي، بې کوره شویو کورنیو ته د اوس دپاره موقتي سرپناوې جوړې شوي او حکومت په پام کې لري چې په خپلو محدودو امکاناتو باندې ورته اساسي کورونه جوړ کړي....more29minPlay
October 11, 2023ازاد: کابل په یوه شپه سقوط نه دی کړی - ځانګړې مرکې - تله ۱۹, ۱۴۰۲د "خیانت"په نوم کتاب لیکوال نجیب ازاد وايي، د کابل سقوط په یوه شپه کې نه و شوی. د لیکوال ادعا ده چې د ۲۰۲۱ اګسټ د پنځلسم نه مخکې پخواني ولسمشر اشرف غني له پاکستان او بریتانیا سره د یوې هوکړې له مخې ځینې سیمې طالبانو ته وسپارلې....more29minPlay
FAQs about ځانګړې مرکه - Voice of America:How many episodes does ځانګړې مرکه - Voice of America have?The podcast currently has 162 episodes available.