Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 658 episodes available.
August 10, 2022کارپوهان د خراساني وژنه او د تحریک طالبان پاکستان غبرګون څنګه ارزوي؟تحریک طالبان پاکستان د اګست پر نهمه په يوه بيان کې د خپلو درې مشرانو وژنه تايید کړې ده. د اګست پر اوومه د افغانستان په برمل کې په وژل شويو کې د طالبانو مهم قوماندان عمر خالد خراسانی هم شامل وو. خراساني د طالبانو د هغې ډلې برخه وو چې د پاکستان له حکومت سره په خبرو اترو بوخته ده. د چارو ځينو پوهانو دا اندېښنه ښوولې چې د عمر خالد خراساني وژنه ښايي د پاکستان حکومت او طالبانو ترمينځ پر روانو خبرو اترو ناوړه اغېز وکړي خو طالبانو په بیان کې په دې اړه څه نه دي ويلي البته ادعا کوي چې د پاکستان پوځ ته به ماتې ورکوي. کارپوهان د خراساني تر وژنې وروسته د مذاکراتو عمل، د تحریک طالبان پاکستان غبرګون او د هغې ډلې او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ ممکنه تعلقاتو ته څنګه ګوري؟ ځواب یې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې اورېدای شئ....more27minPlay
August 03, 2022د ظواهري وژنه د پاکستان او طالبانو حکومت ترمینځ پر اړیکو څه اغېز لرلای شي؟د امريکا ډرون الوتکې د جولای پر ۳۱مه نېټه په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وواژه. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اګست پر دويمه نېټه په بیان کې ویلي چې له نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو له قراردادونو سره سم، د ترهګرۍ پر ضد له دريځ سره ولاړ دی. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د الظواهري پر وژنه لا خاموشه دی. البته بريد يې د امريکا، افغانستان او سيمې د ګټو خلاف عمل بللی دی. پاکستان چې له د طالبانو حکومت سره ژورې اړيکې لري په تازه بیان کې په ظاهره د بريد ملاتړ کړی دی. نو په داسې حال کې پوښتنه پیدا کېږي چې ایا دا به د پاکستان او طالبانو پر اړيکو اغېز وکړي؟ پر دې او نورو پوښتنو په مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
July 27, 2022د سپریم کورټ له فیصلې سره به په پاکستان کې سياسي بحران ختم شي؟په پاکستان کې د روان کال په اپرېل میاشت کې پیل شوی سياسي بحران لا تراوسه هم تم شوی نه دی. کړکېچ هغه وخت پیل شو چې کله د تحريک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان پرضد د هغه وخت حزب اختلاف چې دا مهال په حکومت کې دی، د ناباورۍ تحريک کامياب کړ. پوښتنه دا ده چې د پنجاب د وزیراعلا د لانجمنو ټاکنو په اړه د سپریم کورټ تازه فيصلې سره به دا بحران نور پای ته ورسېږي او که به لا پسې زیات شي.؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې بحث شوې دي....more26minPlay
July 20, 2022پنجاب ضمني ټاکنې: د تحريک انصاف بريا واکمن ګوندونه له کومو چیلېنجونو سره مخامخ کړي؟د جولای پر ۱۷مه نېټه په پنجاب کې د ضمني ټاکنو نتیجو د پاکستان سياست لړزولی او د دې د اوږدمهاله اغېز په اړه نوی بحث پیل شوی دی. پر ۲۰ څوکيو شويو ټاکنو کې ۱۵ تحريک انصاف او څلور مسلم ليګ نواز ګټلې دي چې ورسره په پنجاب اسمبلۍ کې د غړو د شمېر له پلوه د تحريک انصاف او اتحاديانو تله درنه شوې ده. پوښتنه دا ده چې د پنجاب د ضمني انتخاباتو پايلو په اېتلافي حکومت کې شامل ګوندونه له کومو ننګونو سره مخامخ کړي دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
July 13, 2022خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ټرافیکي پېښو لاملونه څه دي؟د خيبر پښتونخوا او بلوچستان په سوات، مانسهره، ډېره اسماعيل خان او د بلوچستان په چمن ضلع کې په دوو ورځو کې په ټرافیکي پېښو کې ۲۱ کسان وژل شوي دي. څلور واړه پېښې د جولای پر ۱۲ او ۱۳مه شوې دي. په پاکستان، په تېره بيا په خيبرپښتونخوا او بلوچستان، کې شاوخوا هره ورځ ټرافيکي پېښې کېږي. پوښتنه دا ده چې د دې پېښو لاملونه څه دي او مخنيوی يې څنګه کېدای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more27minPlay
July 06, 2022د پاکستان پارلېمان ولې تر اوږد ځنډ وروسته له طالبانو سره د خبرو منظوري ورکړه؟د پاکستان د قامي سلامتۍ کمېټۍ د جولای پر پنځمه نېټه د حکومت او ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو منظوري ورکړه. دا خبرې اترې سږکال د مې په مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت په مینځګړيتوب پیل شوې وې چې وروسته د جون پر لومړۍ نېټه ۵۳ کسيزه قبايلي جرګې په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره وليدل. پوښتنه دا ده چې وار له مخه د مذاکراتو څو پړاوونه شوي نو بیا ولې اوس له پارلېمانه منظورۍ ته اړتيا وليدل شوه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د قامي سلامتۍ کمېټۍ غړي سېنېټر انوارالحق کاکړ، د غونډې ګډونوال او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازي محسن داوړ او خبريال او څېړونکي احسان الله ټيپو سره څېړل شوې دي....more27minPlay
June 29, 2022ایا د پاکستان اېتلافي حکومت خپلمینځي اختلافات لري؟په وروستيو کې د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د وفاقي اېتلافي حکومت د ځينو ګوندونو مشرانو پر یوشمېر حکومتي تګلارو نيوکې وکړې او ځينې غوښتنې يې وکړې. ځینې شنونکي ته په اېتلافي حکومت کې د خپلمینځي اختلافاتو په سترګه ګوري خو نور يې بيا يوازې پر یوشمېر موضوعاتو د نظر اختلاف ګڼي. د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "د مشال تر رڼا لاندې" کې دا ځل پر همدې موضوع بحث شوی چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
June 22, 2022ایا په قبایلي ضلعو کې د امنیت لا خرابېدو امکان دی؟په شمالي وزیرستان کې د جون پر ۱۹مه نېټه د څلورو ځوانانو وژنې او په کورمه کې قبايلي او فرقه ییز تاوتريخوالي د قبايلي ضلعو د امنيت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې زېږولې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره دا پوښتنه څېړل شوې چې ایا واقعي د قبايلي ضلعو امنيت د لا خرابېدو په حال کې دی؟ خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more27minPlay
June 15, 2022ایا د وفاقي او خیبر پښتونخوا بجټونو کې قبایلي سیمې له پامه غورځول شوي؟د پاکستان وفاقي حکومت د جون پر ۱۰مه او د خيبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۱۳مه د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د بوديجو قانوني مسودې اسمبلیو ته وړاندې کړې. د دواړو مسودو پر بېلابېلو اړخونو لا هم بحثونه روان دي. خو پر هغو بودیجو يوه نيوکه دا هم کېږي چې پکې د قبايلي ضلعو لپاره د اړتيا وړ پیسې نه دې اېښودل شوې. ايا په ریښتيا هم په بجټونو کې قبايلي ضلعې له پامه غورځول شوې دي؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خيبر پښتونخوا د مالیې له وزیر تیمور سليم جګړا او د صوبې په اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوند عوامي نېشنل پارټۍ له پارلېماني مشر سردار حسين بابک سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more26minPlay
June 08, 2022د حکومت او وسله والو طالبانو مذاکرات به قبايلی سيمو کې تلپاتې سوله راولي؟په پاکستان کې د حکومت او د ناقانونه وسله والې ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمینځ پر روانو خبرو تاوده بحثونه روان دي. هغو مذاکراتو يوشمېر پوښتنې راپورته کړي چې پکې مهمې يې دا دي چې ایا په پایله کې به یې په سيمه کې تلپاتې سوله راشي او طالبان به له وسله والې جګړې لاس واخلي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې مو د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشر منظور پښتين، د پاکستان د پوځ له پخواني بريګېډيير سيد نذير او د خيبر پښتونخوا حکومت له وياند علي محمد سیف سره څېړلې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more28minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 658 episodes available.