Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 658 episodes available.
August 18, 2021کابل ته د طالبانو ورتګ او د پاکستان سياسي ګوندونو دریځونهد طالبانو لاس ته د افغانستان لوېدو او د ولسمشر اشرف غني تر وتو وروسته د هغه هېواد د اوسني وضعيت او راتلونکي حکومت جوړولو په اړه هلې ځلې روانې دي. د افغانستان دې بدلون په پاکستان کې د سياسي ګوندونو پر بیانيو او دريځونو هم اغېز کړی دی. مذهبي ګوندونو لکه جمعیت علمای اسلام او جماعت اسلامي د طالبانو له لوري د کابل نيولو هرکلۍ کړی خو بيا پښتون ملتياله ګوندونو په زور د کابل نيولو مخالفت کړی دی. داسې اندېښنې دي چې د افغانستان دغه بدلون به په راتلونکې کې د پاکستان سياست هم تر ژور اثر لاندې راولي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ګوندونو دريځونه او په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو د پاکستان پر سياست د ممکنه اغېز موضوعات څېړل شوي....more28minPlay
August 11, 2021پاکستان جمهوري غورځنګ به بیا پیاوړی شي؟د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په نوم د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو تحریک هڅه کوي چې بيا په يوه قوت خپل ځان د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف د حکومت پرضد پیاوړی کړي. په ۲۰۲۰ز کال کې په جوړ شوي دې غورځنګ کې ۱۱ ګوندونه شامل ول چې د هېواد په يوشمېر ښارونو کې یې د حکومت ضد لويې جلسې کړې وې خو د پيپلز پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند تر وتو وروسته غورځنګ خپل پخوانی زور له لاسه ورکړ. پوښتنه دا ده چې پي ډي اېم اوس دا توان لري چې د پخوا په شان زورور شي او د حکومت لپاره مشکلات پیدا کړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کارپوهانو سره څېړل شوي دي....more27minPlay
August 04, 2021پر ډیورنډ کرښه میشتو پښتو د افغانستان تازه جګړو اغېزد افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمينځ جګړو زور اخيستی دی. طالبانو ځينې سيمې نيولې چې پکې له چمن سره نږدې د سپین بولدک ښارګوټی هم دی. دې تازه جګړو پر ډیورنډ کرښه میشتو پښتنو ټولنيز ژوند څومره اغېزمن کړی دی؟ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا موضوع څېړل شوې ده....more28minPlay
July 28, 2021افغانستان وضعیت د پاکستان پښتنون سيمو پر سیاست اغېز؟له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتو بهير له پيلېدو سره سم په دې هېواد کې تشدد زيات شوی او وسله والو طالبانو يوشمېر سيمې نيولي چې پکې ځینې ورڅخه افغان ځواکونو بیرته اخيستې دي. د طالبانو له خوا د سيمو نيول او د تشدد زياتېدنې په پاکستان کې هم سياست ګرم کړی دی. په دې وروستيو کې د افغانستان د وضعيت په اړه د مذهبي ګوند جميعت غلما اسلام او عوامي نېشنل ګوند ترمنځ د سختو بیانونو تبادله شوې ده. ايا د پښتنو په سيمو کې د فعالو مذهبي پارټيانو او پښتون ملتپالو ترمینځ يوځل بيا د بيانيې جګړه شديده شوې ده؟ د مشال تر رڼا لاندې کې دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي....more28minPlay
July 14, 2021افغانستان کې تاوترېخوالی او د رسنيو له لارې تبليغاتي جګړهله افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له بهیر پیلېدو سره سم، په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی. طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي چې پکې ځینې ورڅخه افغان ملي اردو بېرته اخیستې دي. خو له دې سره سره په رسنیو کې تبلیغاتي جګړه هم روانه ده. د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره د تبليغاتي جګړې مختلف اړخونه څېړل شوي دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
July 07, 2021د دليپ کمار ژوند او فن: ډېری اداکارانو به د هغه غوندې د اداکارۍ کولو هڅې کولېد جولای پر اوومه نېټه د هند وتلی فلمي ستوری دليپ کمار مړ شوی وو. هغه په خپل شاوخوا ۵۰ کلنۍ فلمي دوره کې په نږدې ۶۰ فلمونو کې کار کړی وو. دليپ کمار په پېښور کې زېږېدلی وو او په ۱۹۳۰ز کال کې د اته کالونو په عمر له خپلې کورنۍ سره د هند ممبۍ ښار ته کډه شوی وو. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه د دليپ کمار ژوند او فن ته ځانګړی شوی دی....more28minPlay
June 30, 2021د پښتنو پر سیاست د عثمان کاکړ د مرګ اغېز او راتلونکې ننګونېد پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر سیاستوال عثمان کاکړ د مرګ پر لاملونه لاهم بحثونه تاوده دي. زیاتره سياسي ګوندونو د هغه مړینه د سيمې لپاره يو لوی تاوان بللی دی. د کاکړ مرګ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشرتابه په سياسي لحاظ له کومو چېلنجونو سره مخامخ کړی؟د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې شوې دي...more28minPlay
June 23, 2021عمران خان امريکا ته د پوځي اډو نه ورکولو خبره د ولس مطمينه کولو لپار کوي؟د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، هېواد يې غواړي چې د افغانستان په سوله کې د واشنګټن ملګرتيا وکړي خو البته امريکا ته به اجازه ورنکړي چې په پاکستان کې پوځی اډې جوړې کړې. نوموړي دا خبره په امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوست کې ليکلې چې د جون پر ۲۱مه نېټه خپره شوې ده. امريکا ته پاکستان پخوا هم پوځي اډې ورکړې دي. پوښته دا ده چې د وزيراعظم عمران خان امريکا ته د پوځي اډو نه ورکولو دا خبره يوازې د ولس د مطمينه کولو لپاره کړې ده او که نه په رښتيا هم دغسې يو اقدام پاکستان د ځان په ګټه نه بولي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي....more30minPlay
June 16, 2021د پاکستان د پارلېمان غړو لفظي شخړه د چا په ګټه تمامېږي؟د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د جون پر ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ په اړه د اپوزیشن مشر میا شهباز شریف د وینا پر مهال د حکومت او اپوزيشن غړو شور جوړ کړ، یو بل ته يې سپکې سپورې وويلې او یو بل یې د بجټ په کتابچو وویشتل. د اسمبلۍ د غړو دغه برخورد پر ټولنيزو رسنيو په پراخه کچه غندل شوی. خو پوښتنه دا ده چې د پارلېمان د غړو دغسې برخورد د هغه هېواد سياست او جمهوريت ته څومره زيان رسولای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي....more28minPlay
June 09, 2021اپوزیشن ولې د انتخابي اصلاحاتو مخالفت کوي؟په داسې حال کې چې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو لپاره شااوخوا دوه نيم کاله پاته شوي واکمن تحريک انصاف انتخابي اصلاحات دا وخت خپل لومړيتوب ګرځولي دي. حکومت د ټاکنو شفافيت لپاره دا اصلاحات مهم ګڼي خو حذب اختلاف يې مخالفت کوي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولې پر اصلاحاتو زيات زور ورکوي او که وشي نو ټاکنې به ورسره رڼې شي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي دي....more28minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 658 episodes available.