Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 658 episodes available.
October 27, 2021د تحريک لبيک پاکستان د مظاهرو تر شا اصل عوامل څه دي؟په پاکستان کې ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک لبيک پاکستان د اکتوبر له ۲۲مې د خپلو غوښتنو په حق کې احتجاج پیل کړی او د اسلام اباد پر لور يې د لاريون اعلان کړی دی. د اسلام اباد او راولپېنډۍ انتظاميې د زرګونو مظاهرچيانو د مخنيوي لپاره ځينې لارې تړلې او خنډونه يې اچولي دي. د تحريک لبيک پاکستان د مظاهرو تر شا اصل عوامل څه دي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې رانغاړل شوې دي....more27minPlay
October 20, 2021پاکستان کې د ګرانۍ خلاف د اپوزېشن تحریک څومره جدي دي؟په پاکستان کې د زیاتېدونکې ګرانۍ په اړه د دې هېواد حزب اختلاف ګوندونو د حکومت پرضد مظاهرې پیل کړې دي. د دې هېواد شمارياتو دفتر ( پاکستان بېورو اف سټېټسټکس) څو ورځې وړاندې ويلي ول چې په دې وروستيو کې د ګرانۍ کچه ۱۲.۶۶ وه. د دفتر له مخې، په دې وروستيو کې د ۲۲ خوراکي شيانو بيې لوړه شوې دي. خو پوښتنه دا ده چې حزب اختلاف دا احتجاج د سياسي ګټو لپاره استعمالوي او که نه په ریښتیا به د ګرانۍ په له منځه وړلو کې مهم رول ولوبولای شي.؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي....more25minPlay
October 13, 2021بلوچستان سیاسي کړکېچ: وزیراعلی جام کمال به له څوکۍ ليرې کړای شي؟په بلوچستان کې له تېرې څه مودې راهیسې د وزيراعلی جام کمال له څوکيو څخه د ليرې کولو لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي. واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ او د اتحاديانو شاوخوا ۱۴ غړيو د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه د وزيراعلی پرضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړی البته په دې اړه د اسمبلۍ غونډه لاهم رابلل شوې نه ده. بل خوا جام کمال د اکتوبر پر ۱۲مه نېټه په کوټه کې خبرې غونډه کې باور وښود چې د ګوند ځینې مرور غړي يې پخلا کړي دي. د مشال تر رڼا لاندې کې دا کتل شوي چې ایا د واکمن ګوند د اسمبلۍ ځينې غړي او حزب اختلاف به وتوانېږي چې جام کمال له څوکۍ ليرې کړي؟ دا او ورسره تړلې نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو....more28minPlay
October 06, 2021پنډورا اسناد: د پاکستاني حکومت پلټنيز کميشن به نتيجه ورکړای شي؟د تحقيقاتي خبريالانو نړيوال اتحاد یا انټرنیشنل کنسورشییم اف انوېسټیګېټیو جرنلسټس (ای سي ای جې) د پنډورا پیپرز په نامه چې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي ول په هغو کې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي. په اسنادو کې د عمران خان د حکومت ځينو وزيرانو نومونه هم شته او له هم دې کبله پر هغه تنقيد کېږي چې د درغليو او کرپشن ختمولو په نوم يې سیاست کړی خو بيا يې هم په ګوند او کابينه کې داسې کسان په ګوته شوي چې بهرنۍ کمپنۍ لري. عمران خان په دې اړه يو تحقيقاتي کميشن اعلان کړی چې معلومه کړي چې ایا دا کمپنۍ خو د غير قانوني پېسو د پټولو لپاره استعمال شوي نه دي؟ پوښتنه دا ده چې دا کمیشن به په رښتيا هم تحقيقات وکړي او يوه نتيجه به مخې ته رواړې او که څنګه؟د مشال تر رڼا لاندې کې هم دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي....more28minPlay
September 29, 2021پاکستان: د رڼو ټاکنو لپاره اصلاحات اړين دي او که د نورو عواملو مخه باید ونيول شي؟د پاکستان وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګډ حکومت په دې هېواد کې د رڼو ټاکنو لپاره د اصلاحاتو قانوني مسوده وړاندې کړې چې مخالفه ګوندونو رد کړې ده. د انتخاباتي اصلاحاتو دغه مسوده له تېرو شاوخوا درې میاشتو راهیسې د دې هېواد د سیاست يو له نانديزو موضوعاتو څخه ده. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا څېړل شوي چې ایا د شفافو ټاکنو لپاره يوازې اصلاحات اړين دي او که نه نور هم داسې عوامل شته چې باید مخه يې ونيول شي؟...more27minPlay
September 23, 2021د طالبانو د واکمنۍ یوه میاشت او د پاکستان پر پښتون مېشتو سیمو يې اغېزد اګست پر ۱۵مه نېټه طالبانو افغانستان قبضه او سرپرست حکومت اعلان کړ. پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ څه باندې یوه مياشت پوره شوه او په دې دوران کې په بېلا بېلو برخو کې يوشمېر بدلونونه راغلي دي. د نړۍ هيڅ هېواد لاهم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او لاهم په دې تړاو د هېوادونو د مشرانو ترمینځ خبرې اترې روانې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د طالبانو د څه دپاسه يوې مياشتې واکمنۍ او د دې د پاکستان پر پښتون مېشتو سيمو د اغېز جاج اخیستل شوی دی....more27minPlay
September 15, 2021د پاکستان ميډيا ډيويلپمېنټ اتارټۍ په نوم مجوزه اداره د رسنیو لپاره څه پايلې لرلای شي؟په پاکستان کې دا مهال حکومت او د خبريالانو سازمانونو سره يو بل ته مخامخ دي. حکومت د رسنيو د منظومولو لپاره د پاکستان ميډيا ډيويلپمېنټ اتارټۍ په نوم د يوې ادارې جوړولو لپاره قانوني مسوده وړاندې کړې ده. د دې هېواد د خبريالانو سازمانونو او ميډيا مالکانو د دې مخالفت کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې د دې اتارټي پر خدوخال او د دې په راتلونکې د پاکستان ميډیا لپاره یې پر ممکنه پايلو غږېږو....more28minPlay
September 08, 2021د طالبانو کابينه ایا د پاکستان د هيلو برعکس ده؟په افغانستان کې طالبانو د سېپټمبر پر اوومه نېټه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابينه اعلان کړه. طالبان چې کله د اګست پر ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل نو تر دې وروسته د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هلته د ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه. د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د بېلا بېلو هېوادونو سفرونه وکړل او د ځینو هېوادونو له مشرانو سره یې په ټېلېفون خبرې وکړي. په دې خبرو کې به نوموړي زيات ټینګار په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو کاوه. خو اوس چې طالبانو خپله کابينه اعلان کړې نو په دې کې ټول د دې ډلې مشران دي. پوښتنه دا ده چې د طالبانو اعلان شوې کابينه د پاکستان او نورو هېوادونو د توقعاتو برعکس ده او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more28minPlay
September 01, 2021افغانستان کې بدلون ته د پاکستان سياسي ګوندونو غبرګون ولې سوړ دی؟پر افغانستان د طالبانو قبضه او د اګست پر ۳۱مه نېټه د امريکا په بشپړه توګه له دې هېواده وتلو ته په سيمه ييز او نړيواله کچ د يوې لويې پېښې په سترګه کتل کېږي. نړيوال او د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بيا پاکستان هڅه کوي چې په دې هېواد کې خپلې ګټې خوندې کړي. د افغانستان او پاکستان مشرانو او کارپوهانو تل ويلي چې د دواړو هېوادونو حالات پر يو بل ژور اغېز کوي. پخوا چې کله هم په افغانستان کې بدلون راغلی نو د پاکستان سياسي ګوندونو ورته په ډېره فعاله توګه غبرګون ښودلی خو د کارپوهانو په وينا، دا ځل دغو سياسي ګوندونه د پخوا په شان جارحانه او فعاله غبرګون نه دی ښودلی. د دې ممکنه لاملونه څه کېدای شي؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو....more28minPlay
August 25, 2021د پاکستان په افغان تګلاره کې د څه بدلون امکان شته؟د افغان ولسمشر اشرف غني، چې دا مهال يې هېواد پرې اېښی دی، په واکمنۍ کې د پاکستان او افغانستان تعلقات له ډېرو لوړو ژورو سره مخامخ ول. افغانستان تور پورې کاوه چې طالبان د اسلام اباد په خوله په دې هېواد کې تشدد کوي خو پاکستان بیا تل دا تور رد کړی و. خو اوس چې طالبانو افغانستان نيولی، په اړه يې پاکستان هم دا مني چې ورباندې څه ناڅه نفوذ لري، نو پوښتنه دا ده چې اسلام اباد به د افغانستان په اړه په خپله شته تګلاره کې کوم بدلون راولي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رنا لاندې بحث کې څېړل شوي دي....more28minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 658 episodes available.