Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 755 episodes available.
July 28, 2021افغانستان وضعیت د پاکستان پښتنون سيمو پر سیاست اغېز؟له افغانستان د امريکايي ځواکونو د وتو بهير له پيلېدو سره سم په دې هېواد کې تشدد زيات شوی او وسله والو طالبانو يوشمېر سيمې نيولي چې پکې ځینې ورڅخه افغان ځواکونو بیرته اخيستې دي. د طالبانو له خوا د سيمو نيول او د تشدد زياتېدنې په پاکستان کې هم سياست ګرم کړی دی. په دې وروستيو کې د افغانستان د وضعيت په اړه د مذهبي ګوند جميعت غلما اسلام او عوامي نېشنل ګوند ترمنځ د سختو بیانونو تبادله شوې ده. ايا د پښتنو په سيمو کې د فعالو مذهبي پارټيانو او پښتون ملتپالو ترمینځ يوځل بيا د بيانيې جګړه شديده شوې ده؟ د مشال تر رڼا لاندې کې دا او نورې پوښتنې څېړل شوې دي....more28minPlay
July 14, 2021افغانستان کې تاوترېخوالی او د رسنيو له لارې تبليغاتي جګړهله افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو له بهیر پیلېدو سره سم، په هغه هېواد کې جګړو زور اخیستی دی. طالبانو یو شمېر ولسوالۍ نیولي چې پکې ځینې ورڅخه افغان ملي اردو بېرته اخیستې دي. خو له دې سره سره په رسنیو کې تبلیغاتي جګړه هم روانه ده. د مشال تر رڼا لاندې کې له کارپوهانو سره د تبليغاتي جګړې مختلف اړخونه څېړل شوي دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more26minPlay
July 07, 2021د دليپ کمار ژوند او فن: ډېری اداکارانو به د هغه غوندې د اداکارۍ کولو هڅې کولېد جولای پر اوومه نېټه د هند وتلی فلمي ستوری دليپ کمار مړ شوی وو. هغه په خپل شاوخوا ۵۰ کلنۍ فلمي دوره کې په نږدې ۶۰ فلمونو کې کار کړی وو. دليپ کمار په پېښور کې زېږېدلی وو او په ۱۹۳۰ز کال کې د اته کالونو په عمر له خپلې کورنۍ سره د هند ممبۍ ښار ته کډه شوی وو. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه د دليپ کمار ژوند او فن ته ځانګړی شوی دی....more28minPlay
June 30, 2021د پښتنو پر سیاست د عثمان کاکړ د مرګ اغېز او راتلونکې ننګونېد پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر سیاستوال عثمان کاکړ د مرګ پر لاملونه لاهم بحثونه تاوده دي. زیاتره سياسي ګوندونو د هغه مړینه د سيمې لپاره يو لوی تاوان بللی دی. د کاکړ مرګ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشرتابه په سياسي لحاظ له کومو چېلنجونو سره مخامخ کړی؟د مشال تر رڼا لاندې بحث کې دا او نورې پوښتنې شوې دي...more28minPlay
June 23, 2021عمران خان امريکا ته د پوځي اډو نه ورکولو خبره د ولس مطمينه کولو لپار کوي؟د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي، هېواد يې غواړي چې د افغانستان په سوله کې د واشنګټن ملګرتيا وکړي خو البته امريکا ته به اجازه ورنکړي چې په پاکستان کې پوځی اډې جوړې کړې. نوموړي دا خبره په امريکايي ورځپاڼه واشنګټن پوست کې ليکلې چې د جون پر ۲۱مه نېټه خپره شوې ده. امريکا ته پاکستان پخوا هم پوځي اډې ورکړې دي. پوښته دا ده چې د وزيراعظم عمران خان امريکا ته د پوځي اډو نه ورکولو دا خبره يوازې د ولس د مطمينه کولو لپاره کړې ده او که نه په رښتيا هم دغسې يو اقدام پاکستان د ځان په ګټه نه بولي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي....more30minPlay
June 16, 2021د پاکستان د پارلېمان غړو لفظي شخړه د چا په ګټه تمامېږي؟د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د جون پر ۱۵مه نېټه د ۲۰۲۱-۲۲ مالي کال بجټ په اړه د اپوزیشن مشر میا شهباز شریف د وینا پر مهال د حکومت او اپوزيشن غړو شور جوړ کړ، یو بل ته يې سپکې سپورې وويلې او یو بل یې د بجټ په کتابچو وویشتل. د اسمبلۍ د غړو دغه برخورد پر ټولنيزو رسنيو په پراخه کچه غندل شوی. خو پوښتنه دا ده چې د پارلېمان د غړو دغسې برخورد د هغه هېواد سياست او جمهوريت ته څومره زيان رسولای شي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي....more28minPlay
June 09, 2021اپوزیشن ولې د انتخابي اصلاحاتو مخالفت کوي؟په داسې حال کې چې په پاکستان کې د عامو انتخاباتو لپاره شااوخوا دوه نيم کاله پاته شوي واکمن تحريک انصاف انتخابي اصلاحات دا وخت خپل لومړيتوب ګرځولي دي. حکومت د ټاکنو شفافيت لپاره دا اصلاحات مهم ګڼي خو حذب اختلاف يې مخالفت کوي. پوښتنه دا ده چې حکومت ولې پر اصلاحاتو زيات زور ورکوي او که وشي نو ټاکنې به ورسره رڼې شي او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوي دي....more28minPlay
June 02, 2021قبايلي سيمو په خيبرپښتونخوا کې د شاملېدو درې کاله: ژمنې پوره شوي؟د پاکستان پارلمان د ۲۰۱۸ز کال د مې پر ۳۱مه نېټه په اساسي قانون کې د ۲۵ ترميم کولو سره پخوانۍ فاټا په خيبرپښتونخوا ورګډه کړې وه. د شاملېدو پر مهال د قبايلي سيمو ځینې ګوندونو، مدني فعالانو او مشرانو يې پلوي او ځینو يې مخالفت کاوه. د شاملېدو پر وخت د قبايلي سيمو له اوسېدونکي سره يوشمېر ژمنې شوې وې. اوس چې د سږکال د مې پر ۳۱مه نېټه د انضمام درې کاله پوره شوي نو پوښتنه دا ده چې ایا شوې ژمنې پوره شوې او که څنګه؟دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې ده....more26minPlay
May 26, 2021ایا د افغانستان اوسني وضعیت د افغان کډوالو برخلیک په اړه اندېښنې زېږولي؟په افغانستان کې زیاتېدونکی تشدد او ورسره له دې هېواده د امريکايي په مشرۍ د نړيوالو پوځیانو د روان کال سېپټمبر مياشتې پورې ممکنه وتنې ایا هېواد ته د کډوالو د ستنېدو پروسې په اړه اندېښنې زېږولي؟ همداراز، ایا د سرتېرو د وتلو بهیر او روان تاوتریخوالی ایا یو ځل بیا افغانان ګاونډیو هېوادونو ته تګ ته اړ کولای شي او که نه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
May 19, 2021د پاکستان او افغانستان تعلقات ولې له لوړو ژورو سره مخامخ دي؟پاکستان او افغانستان يو ځل بيا د تندو بیانونو او څرګندونو تبادله کړې ده. افغان حکومت، امريکا، پاکستان او نور هېوادونه هڅې کوي چې په افغانستان کې سوله وشي او جګړه پای ته ورسي. په دې کې د پاکستان رول ډېر مهم بلل کېږي. پوښتنه دا ده چې د افغانستان او پاکستان ولې داسې اختلافي څرګندونې کوي او اخر د دواړو هېوادونو په اړيکو کې لوړې ژورې ولې دي؟ د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا او نورې پوښتنې له کارپوهانو سره څېړل شوې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 755 episodes available.