Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
دا د فرمایشي سندرو او له اورېدونکو سره د خبرو ګړۍ ده چې هره ورځ د پېښور پر وخت پر سهار ۱۱ او د کابل پر وخت پر ۱۰ نیمو بجو، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.... more
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 755 episodes available.
May 12, 2021د ايران او سعودي عرب تعلقات او د بهرني ختيځ په اړه د پاکستان تګلاره؟د منځني ختيځ په تېره بيا د ايران او سعودي عرب اړيکو تل د پاکستان پر کورنۍ او بهرنۍ تګلارو اغېز کړی دی. ايران او سعودي عرب د يو بل دوديزه مخالفين دي. ايران د پاکستان ګاونډی دی او له سعودي عرب سره يې بيا ژورې دوديزه اړيکې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د ايران او سعودي تعلقاتو ته په کتو د منځني ختيځ په اړه د پاکستان بهرنۍ تګلارې ته کتنه کوو....more30minPlay
April 28, 2021پاکستان کې د انټرنېټ ازادي تر کومه برېده شته؟په پاکستان کې يوه غير حکومتي تحقيقاتي اداره انسټيټيوټ فار ريسرچ، اېډوکېسي اېنډ ډيويلپمېنټ وايي چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۰ز کال کې د انټرنېټ ازادۍ کې ډېر کمۍ راغلی دی. ادارې په کلني رپورټ دا هم ويلي چې په پاکستان کې د انټرنېټي جرمونو د مخنيوي قانون د خبريالانو او فعالانو پرضد استعمال شوی دی. د مشال تر رڼا لاندې کې په دې هېواد کې د انټرنيټي ازادۍ په اړه بحث شوی دی....more28minPlay
April 21, 2021له تحريک لبيک سره تړون د پاکستان حکومت له کومو ننګونو سره مخامخ کړی؟په پاکستان کې د څو ورځو تر مظاهرو او اخ و ډب وروسته د حکومت او تحريک لبيک ترمینځ د اپرېل پر ۲۰مه يو تړون وشو چې له مخې يې حکومت د تحريک لبيک غوښتنې منلې دي. په دې کې یوه هم له پاکستانه د فرانس سفير د اېستلو هم ده. د پاکستان حکومت په دې اړه وار له مخه په قامي اسمبلۍ کې پرېکړه لیک وړاندې کړی دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د دې موضوع په مختلفو اړخونو بحث شوی دی....more28minPlay
April 14, 2021د تحریک لبیک پاکستان مظاهرې او حکومتي اقدامد مشال تر رڼا لاندې بحث کې مو په پاکستان کې د تحریک لبیک ډلې د پلویانو قهرجنو مظاهرو، تاوتریخوالي او حکومتي غبرګون موضوع څېړلې. د اپرېل پر ۱۴مه، حکومت پر دې ډلې د بندیز لګولو پرېکړه اعلان کړه او د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وویل چې پر دې موضوع کابینې ته لیک استوي. حکومت دا اعلان تر هغه وروسته وکړ چې د تحریک لبیک ډلې پلویانو د مارچ پر ۱۲مه د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې پیل کړې او لویې لارې یې وتړلې. پر دې مهال د پولیسو او د مظاهره چیانو د اخ و ډب پېښې هم وشوې. د دې بحث ګډونوال د پېښور پوهنتون د سیاسیاتو څانګې استاد او څېړونکی پوهاند ډاکتر عبدالروف، خبریال او شنونکی محمود جان بابر او د مشال راډیو همکار طاهر خان دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more28minPlay
April 07, 2021د عوامي نېشنل ګوند او پيپلز پاټۍ وتل به پر پي ډي ايم څنګه او څه اغېز وکړي؟عوامي نېشنل ګوند د تحریک انصاف حکومت پر ضد جوړ شوي اتحاد، پاکستان جمهوري تحريک څخه ووت. تر دې وړاندې پي ډي ايم په سینيټ کې د اپوزيشن مشر ټاکنې پر سر دغه ګوند او د اتحاد بل غړي پيپلز پارټۍ ته شوکاز نوټس ورکړی وو. د دې ګوندونو وتل به پر دې تحريک څه اغېز ولري؟ په اړه د مشال تر رڼا لاندې بحث واورئ....more30minPlay
March 31, 2021خيبرپښتونخوا حکومت به د کورونا خپرېدو د مخنيوي بندېزونه عملي کړای شي؟په پاکستان کې د کورونا وبا د دريمې څپې د خپرېدو وروسته په دې هېواد کې د وايرس د مخنيوي لپاره يو شمېر اقدامات شوي دي. پنجاب او خيبر پښتونخوا هغه صوبې دي چې پکې د وايرس د ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي. د مارچ پر ۳۰ مه نېټه د خيبرپښتونخوا د وزيراعلی مشرۍ کې شوې غونډه کې د وايرس د خپرېدو د مخنيوي په لړ کې له نورو صوبو سره د شنبې او يکشنبې پر ورځو د سوارلۍ ګاډو پر تګ راتګ بندېز لګول شوی دی. د دې ترڅنګ په ودونو هم پابندي لګول شوې او حکومت وار له مخه د مارچ پر ۱۶مه تعليمي ادارې بندې کړې. پوښتنه دا ده چې حکومت به دغه بنديزونه سل په سله عملي کړای شي؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي....more30minPlay
March 24, 2021د قبايلي سيمو ناامنيو ته د پاکستان رسنۍ ولې ډېر ځای نه ورکوي؟په قبايلي ضلعو په تېره بيا په شمالي وزيرستان کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي او نږدې هر ځل د دغسې پېښو پرضد ځايي خلک پرلت وهي يا مظاهره کوي. د دې تازه مثال د بنو په جانېخيلو کې د څلورو ځوانانو د وژل کېدو پرضد د ځايی خلکو پرلت دی. خو پر ټولنيزو رسنيو د قبايلي سيمو فعالين دا شکايت کوي چې د دوی په سيمو کې رامنځ ته کېدونکيو پېښو ته د پاکستان ميډیا په خپرونو کې پراخ ځای نه ورکوي. د دې لاملونه څه دي؟ د مشال تر رڼا لاندې کې هم دا موضوع څېړل شوې ده....more29minPlay
March 17, 2021پاکستان کې د اپوزيشن ګوندونو اتحاد پي ډي اېم نور مات شوی؟د مارچ پر ۱۶ مه د پاکستان اپوزیشن اتحاد "پاکستان ډېموکرېټک موومنټ" له هغه وروسته له بحران سره مخامخ شو کله چې د اتحاد مشر مولانا فضل الرحمان تر غونډې وروسته د حکومت پر ضد اعلان شوی لانګ مارچ وځنډاوه. پي ډي اېم د مارچ پر ۲۶مه د هېواد له مختلفو برخو د اسلام اباد پر لور د لانګ مارچ اعلان کړی وو، خو مولانا فضل الرحمان خبرې غونډې ته وويل چې په غونډه کې پيپلز پارټۍ له استعفاګانو ورکولو انکار وکړ او خواست يې وکړ چې وخت دې ورکړل شي چې پر دې خبره په خپله مرکزي کمېټۍ کې بحث وکړي. له دې وروسته پر ټولنيزو رسنيو دا بحث پيل شو چې پيپلز پارټۍ له اسټېبلشمنټ سره معامله کړې ده. له پروني پرمختګ وروسته ځینې کارپوهان وايي چې پي ډي اېم اتحاد نور ختم شوی دی. "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې پر دا او نورې پوښتنو بحث شوی دی....more30minPlay
March 10, 2021افغانستان سولې بهير کې ممکنه خنډونه او د پاکستان رول؟د افغان سولې بهير د ګړندي کولو لپاره يو ځل بیا هلې ځلې پيل شوې دي. د سولې بهير لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمي خليزاد د کابل او اسلام اباد سفرونه کړي دي. په عین حال کې د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خوا ولسمشر اشرف غني ته لیږل شوی ليک افشا شوی چې له کبله يې د سولې عمل په اړه تاوده بحثونه راپارېدلي دي. د مشال تر رڼا لاندې کې د دې موضوع بېلا بېل اړخونه بحث شوي دي....more26minPlay
March 03, 2021د سېنېټ ټاکنې د پاکستان سياسي راتلونکې منظرنامه بدلولای شي؟په پاکستان کې د مارچ پر درېيمه نېټه د قامي اسمبلۍ او د خیبرپښتونخوا، سيند او بلوچستان د صوبايي اسمبليو غړي د سېنېټ په ۳۷ چوکيو نوي سنېټران ټاکي. په پدې هېواد کې په عمومي توګه د سېنېټ انتخابات دومره اهميت نه لري خو دا ځل ټول پام د دې ټاکنو پر لور دی. لامل يې څه دی او دا به د پاکستان پر راتلونکې سياسي منظر نامه څومره بدله کړي؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې څېړل شوې دي....more29minPlay
FAQs about خبرې او سندرې:How many episodes does خبرې او سندرې have?The podcast currently has 755 episodes available.