Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د تاندې هیلې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.دا خپرونه هره اوونۍ د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او پر پوله پرتو د افغانستان سیمو د ښځو په ژوند، ژواک، ټولنیز حیثیت، د دوی د بریاوو... more
FAQs about تاندې هیلې:How many episodes does تاندې هیلې have?The podcast currently has 70 episodes available.
September 18, 2024پښتنې نجونه د ورزش په ډګر کې کومې ستونزې لري؟د مشال راډيو په پاډکاسټ نا ویلې خبرې کې مو دا ځل پر دې خبرې کړې دي چې په خیبر پښتونخوا کې په سپورټي سیالیو کې د هلکانو په نسبت د نجونو شمېر ولې کم دی؟ پر دې هم غږېدلي یو چې پښتنې نجونه او ښځې د لوبو او ورزش لپاره څومره موقعې او مرکزونه لري. په خپرونه کې راسره فوټبالر عتیق شینواری او د پېښور یوه ورزشکاره سونیا مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ....more36minPlay
September 04, 2024پښتنې ښځې ولې خپلې ناروغۍ پټوي؟د مشال راډیو په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې دا ځل پر دې موضوع بحث شوی دی چې اکثره پښتنې ښځې د سینې سرطان او دا ډول د ښځو ځینې نورې ناروغۍ ولې پټوي او د دې په ویلو کې ولې شرم محسوسوي؟ ډاکټران وايي چې د ناروغۍ په اړه پر وخت کورنۍ نه خبرولو او درملنې نه کېدو له امله زياتره ښځې له نورو روغتيايي ستونزو سره مخامخېږي. په پاډکاسټ کې پر دې موضوع د بحث لپاره د ښځو د ناروغیو په اړه د اګاهۍ په پروګرامونو کې برخه اخیستونکې او مدني فعاله لاریب اطهر، د بشري حقونو فعاله ډاکټره رابعه نور، د ښځو د ناروغیو ماهره ډاکټره شهلا مندوخېل او د پېښور اوسېدونکې راني حسېن مېلمنې دي. بشپړه خپرونه واورئ....more39minPlay
August 21, 2024فعالان: د سرو زرو سینګارتوکو اخیستو وس نه لرلو له وجې د نجونو ودونه ځنډېږيپه پښتنو کې پلارګنۍ اکثر خپلې ودېدونکې لور ته د سرو زرو سینګارتوکي یا کالي جوړوي خو ډېری کورنۍ وايي چې د ګرانۍ له وجې دا کار ګران شوی دی. د بشري حقونو مبارزان وايي چې د دې دود له وجې د ځینو نجونو رشتې اغېزمنېږي او ودونه یې ځنډېږي. په نا ویلې خپرونه کې مو دا ځل پر همدې موضوع بحث کړی دی. په خپرونه کې د بشري او ښځو د حقونو مبارزانې نیلم رحیم او تاجمینه، خبریال جمیل مومند او د چارسدې اوسېدونکې مریم بي بي مېلمانه دي. بشپړه خپرونه واورئ....more34minPlay
March 09, 2024په پاکستان کې د ښځو ستونزې معلومې دي خو حل لارې یې څه دي؟په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره کارکونکې ډلې عورت مارچ ویلي سږ کال د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل لاریونونه د بلوڅانو د حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅې ته ډالۍ کوي. د دې سره سره د دې اونۍ په پروګرام کې د ښځو پر نړیوالې ورځې او د پښتنو مېرمنو پر ټولنیز ژوند، تعلیمي پرمختګ او کار روزګار خبرې کوو....more26minPlay
March 08, 2024د ښځو نړیواله ورځ: فعالانې وايي خیبر پښتونخوا کې پر ښځو تشدد زیات شویپه خیبر پښتونخوا کې د ښځو د حقونو مبارزانې وايي چې هلته پر ښځو د تشدد پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي. دوی دا څرګندونه پر داسې مهال کړې ده چې د مارچ پر اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. موږ دا ځل نا ویلې خبرې پاډکاسټ همدې موضوع ته ځانګړی کړی دی....more42minPlay
January 31, 2024په انتخاباتو کې د ښځینه رایه ورکونکو څومره اهمیت دی؟سیاسي فعالان وایي په راروانو عامو انتخاباتو کې د ښځو برخه اخیستل ډېر مهم دي ځکه چې د انتخاباتي کمېشن له قوانینو سره سم، که په کومه حلقه کې په اچولو شویو ووټونو کې د ښځو د ووټونو شمېر تر ۱۰ فیصده کم وي نو هلته به بیا انتخابات کېږي. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې په انتخاباتي عمل کې د ښځو پر رول خبرې شوې دي. د پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده....more27minPlay
November 17, 2023ګېلپ: افغان مېرمنې غیر یقیني او تورتم راتلونکی لريګېلپ څېړنیزه اداره په خپلې یوې سروې کې وایي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو راتلونکی غیریقیني، له کړاوه ډک او تورتم دی. د سروې راپوروایي چې په هغه هېواد کې یوازې ۱۱ سلنه ښځې له خپل ژونده خوشاله دي چې دا په نړۍ کې د یو هېواد تر ټولو کمه شمېره هم ده....more26minPlay
September 16, 2023ګلناز وايي، ورور یې له ۱۵ کالو راهیسې ورک دیپه پاکستان کې د لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي کلونه تېر شول خو د دوی د خپلوانو په اړه ورته معلومات ورنکړای شول. د خیبر پښتونخوا په سوات ضلع کې د ځینو لادرکه شویو کسانو کورنۍ وایي دغه مسلې ورته ذهني پرېشانۍ جوړې کړي دي. نور تفصیل په تاندې هیلې خپرونه کې:...more26minPlay
August 30, 2023پښتنې د ژوند په ټولو څانګو کې د کار کولو اجازه ولې نه لري؟د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې پر دې بحث شوی دی چې پښتنو ښځو ته د ژوند په ټولو څانګو کې د کار کولو اجازه ولې نه ورکول کېږي. په پاکستان او په تېره بیا په خیبر پښتونخوا کې یو شمېر ادارې د ښځو د تعلیم او د هغوی د کار و روزګار په برخه کې د پوهاوې پروګرامونه کوي خو بیا هم زیاتره کورنۍ د ښځو لپاره د ښوونکې یا ډاکټرې دنده خوښوي خو په صحافت، غیرسرکاري ادارو، انجينېرۍ او دغسې یو شمېر نورو څانګو کې ورته د کار اجازه نه ورکوي. دا چې دا ډول بندېزونه تر اوسه ولې په پښتني ټولنه کې موجود دي. په خپرونه کې يې اورېدلای شئ....more38minPlay
August 05, 2023ماشوم ته د مور شودې ورکول څومره ارزښت لري؟د صحت نړیواله اداره (ډبلیو اېچ او) هر کال د اګست لومړۍ اوونۍ ماشومانو ته د مور شېدو ورکولو د اهميت په ډاګه کولو په موخه لمانځي. دې ادارې د ۲۰۲۳م کال په خپل کمپاين کې دا پوښتنه پورته کړې چې يوه کار کوونکې مور څنګه وکولای شي چې خپل ماشوم ته پر وخت شودې يا پۍ ورکړي؟...more25minPlay
FAQs about تاندې هیلې:How many episodes does تاندې هیلې have?The podcast currently has 70 episodes available.