Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د تاندې هیلې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.دا خپرونه هره اوونۍ د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او پر پوله پرتو د افغانستان سیمو د ښځو په ژوند، ژواک، ټولنیز حیثیت، د دوی د بریاوو... more
FAQs about تاندې هیلې:How many episodes does تاندې هیلې have?The podcast currently has 70 episodes available.
June 17, 2023شاه وزیر: زموږ د ښځو لپاره بې کوره کېدل ډېر سخت ولاورېدونکیو په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو نهه کاله پوره شول. د دې اوونۍ په تاندې هیلې پروګرام کې د پوځي عملیاتو له وجې پر بې کورۍ او د ښځو پر ژوند په اثراتو تاسو ته معلومات درکوو....more25minPlay
June 06, 2023په سیف الله کلا کې د واک د لومړۍ غونډې حالتېره میاشت د بلوچستان په کلا سیف الله کې د ښځو د سیاسي، کلتوري او ادبي غورځنګ "واک "له اړخه یوه تېره میاشت د بلوچستان په کلا سیف الله کې د ښځو د سیاسي، کلتوري او ادبي غورځنګ "واک " له اړخه یوه غونډه جوړه شوې وه چې پکې د سیمې نجونو پر خپلو مسلو خبرې او بحثونه وکړل. دا په سیف الله کلا کې د واک غورځنګ لومړۍ غونډه وه. په دې پروګرام کې د دغه غوڼدې په اړه تاسو ته معلومات درکوو. د پروګرام جوړونکې فرخنده اسد ده.....more25minPlay
May 09, 2023په وراثت کې ښځو ته حق ورکول ولې ستونزمن دي؟د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې په وراثت کې د ښځو د برخې په اړه بحث شوی دی. د خیبرپښتونخوا حکومت په ۲۰۱۹م کال کې په وراثت کې د ښځو د برخې په اړه قانون منظور کړ خو د ښځو د حقونو مبارزه کوونکي وايي چې دا قانون په سمه توګه نه عملي کېږي....more30minPlay
April 05, 2023په روژه کې ولې د ښځو ستونزې "زیاتې" شي؟د مشال راډیو د دې اوونۍ په پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" کې مو پر دې بحث کړی چې روژه د زغم میاشت ده خو ولې پر ښځو د تشدد پېښې مخې ته پکې راځي؟ د دې ترڅنګ دا به هم واورئ چې پر ښځو د کورني تشدد زیاتره پېښې ولې نه ثبتېږي او ښځې د خپلو حقونو په اړه څومره پوهاوی لري....more28minPlay
March 08, 2023پښتنې فعالانې: تعلیم د ښځو ژوند بدلولای شيد دې اوونۍ تاندې هیلې خپرونه مو د ښځو نړیوالې ورځې ته ځانګړې کړې ده. په دې خپرونه کې په پاکستان او په ځانګړي ډول په پښتنو سیمو کې د ښځو پر وضعیت غږېدلي یو. په خپرونه کې د ښځو او نجونو پر مسلو او د حللارو په اړه بحث شوی دی. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ....more25minPlay
March 08, 2023د ښځو نړيواله ورځ : ښځې روغتيا او زدکړو ته څومره لاسرسی لري؟د مشال راډيو "ناویلې خبرې" پاډکاسټ مو دا ځل د ښځو نړيوالې ورځې ته ځانګړی کړی دی چې نن (مارچ پر ۸مه) لمانځل کېږي. په دې کې به واورئ چې په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې ښځې له کومو ستونزو سره مخامخ دي او دوی ولې د زده کړو او روغتيا له اسانتیاوو څخه بې برخې دي.؟...more45minPlay
February 09, 2023د ناموسي وژنو مخنیوی تر اوسه ولې نه دی ممکن شوی؟د مشال راډیو په نا ویلې خبرې پاډاکاسټ کې مو دا ځل پر ناموسي وژنو بحث کړی دی. په خپرونه کې اورئ چې ایا د ناموس په نوم د ښځو وژنه د کورنۍ پت او عزت خوندي کوي او که څنګه؟ له دې پرته به دا واورئ چې په ټولنه کې د ناموسي وژنو مخه تر اوسه ولې نه ده نیول شوې؟ په خپرونه کې د بشري حقونو فعال عرفان حسین بابک، وکیله ثنا ګلزار، د ټولنیزو شبکو چارو پوه اسد جان او د ښځو د حقونو مبارزه نوشین فاطمه مېلمانه دي....more59minPlay
January 28, 2023که له زلمو نه پوره نه شوه ـــ فخر افغانه جینکۍ به دې ګټینهدا ټپه خان عبدالغفار خان چې پر باچا خان مشهور دی، په خپل کتاب «زما ژوند او جدو جهد» کې د ښځو په کردار لیکلې ده. دا ټپه باچا خان بابا په چارسده کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلې وه چې پکې ښځې هم ناستې وې....more27minPlay
January 07, 2023خویندې چې کیني وروڼه ستایيټپه د پښتو ادب یو ځانګړی صنف دی چې په اړه یې داسې هم ویل کیږي چې د پښتنو میرمنو له خولې وتلې ده او پکې یې د دوی د زړه حال بیان شوی دې. د نن په تاندې هیلې پروګرام کې پر پښتو ټپه او د پښتنې میرمنې سره د دې په تړاو تاسو ته مالومات درکوو....more27minPlay
January 03, 2023د بشري حقونو فعالانې: افغان نجونې باید د تعلیم له حقه محرومې نه شيپه خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د بشري حقونو فعالانې وایي باید په افغانستان کې د طالبانو مشران خپله هغه فیصله واپس واخلي چې پکې پر نجونو پوهنتونونو ته پر تګ او د هغوی پر کار بندیزونه لګول شوې دي. په دې اړه نن د فرخنده اسد په کوربه توب په تاندې هيلې اوونيزه خپرونه کې بحث شوی دی....more27minPlay
FAQs about تاندې هیلې:How many episodes does تاندې هیلې have?The podcast currently has 70 episodes available.