Sign up to save your podcastsEmail addressPasswordRegisterOrContinue with GoogleAlready have an account? Log in here.
د تاندې هیلې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.دا خپرونه هره اوونۍ د قبایلي سیمو، خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او پر پوله پرتو د افغانستان سیمو د ښځو په ژوند، ژواک، ټولنیز حیثیت، د دوی د بریاوو... more
FAQs about تاندې هیلې:How many episodes does تاندې هیلې have?The podcast currently has 70 episodes available.
December 23, 2022افغان نجونې: د طالبانو دا فیصله به افغانستان له پرمختګه لیرې وساتيپه افغانستان کې د طالبانو لخوا پر نجونو د لوړو زده کړو بندیز اعلانولو نړیوال غبرګونونه راپارولي دي. په افغانستان کې دننه هم نجونو زده کونکیو دغه فیصله غندلې او دا یې د دوی د بنیادي حقونوڅخه یوه سرغړونه بللې ده. بلخوا په خیبر پښتونخوا کې هم د بشري حقونو فعالانو او د تعلیمي چارو پوهانو دغه فیصله غندلې....more26minPlay
December 03, 2022پر ښځو د تشدد د ختمولو ۱۶ ورځنی کیمپېن روان دیپه پاکستان کې د ښځو د حقونو خوندي ساتلو ادارې وایي، په هغه هېواد کې پر ښځو د تشدد په پېښو کې زیاتوالی راغلی دې. دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له ۲۵مې څخه تر د ډېسېمبر ۱۰مې نیټې پورې په ټوله نړۍ کې پر ښځو د تشدد ختمولو په اړه د پوهاوي ۱۶ ورځنی مهم روان دی....more27minPlay
December 02, 2022د واده پرمهال له نجلۍ د کور د ټولو کارونو کولو تمه ولې ساتل کېږي؟د مشال راډيو په اوونيزه خپرونه "ناویلې خبرې" کې دا ځل پر دې بحث شوی چې د هلک او نجلۍ ترمينځ د واده پر مهال دا تمه ولې ساتل کېږي چې له واده وروسته به د کور ټول کارونه نجلۍ کوي. د دې د واده پر مهال زيات جهېز يا ولور، صورت او د کورنۍ مالي حالت ته هم کتل کېږي. دا چې په پښتني ټولنه کې دا ډول فکرونه ولې موجود دي او د دې د نجلۍ او هلک پر ژوند څه اغېز وي؟ خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more40minPlay
October 13, 2022پاکستان کې پر ښځو د تشدد پېښې ولې زیاتېږي؟په پاکستان کې د بشري حقونو سازمانونه وايي، په هغه هېواد کې هر کال پر ښځو د تشدد بېلابېلې پېښې په زیاتېدو دي او پکې د وژل شویو ښځو شمېر هم لوړېږي. دوی وايي، حکومت باید د حقونو او د ښځو د ساتنې قوانین عملي کړي. موږ د "نا ویلې خبرې" خپرونې دویم ټوک همدې موضوع ته ځانګړی کړی او پکې مو په کورني تشدد، د خوښې واده او نورو معاملو کې د ښځو وژنو ته کتنه کړې. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more30minPlay
August 23, 2022د زامنو په زېږون خوشالي او د نجونو پر پیدا کېدو خپګان ولې؟د مشال راډیو د ځانګړي پاډکاسټ "نا ویلې خبرې" په لومړۍ برخه کې پر دې غږېدلي یو چې په پښتني ټولنه کې اکثر د لوڼو پرتله د زامنو زېږون ته ولې ارزښت ورکول کېږي او د نجلۍ پیدایښت ولې د ځینو خلکو د خپګان لامل کېږي؟ له دې پرته دا هم اورئ چې د پوهاوي او تعلیم باوجود خلک ولې تر اوسه زامن د خپلې کورنۍ راتلونکې لپاره مهم بولي او لوڼو ته حقونه نه ورکوي. په خپرونه کې د پېښور یوه اوسېدونکې شاه سلطانه، د ماشومانو د حقونو مبارز عمران ټکر، تاریخپوه نورالامین یوسفزی او د ښځو د ناروغیو متخصصه ډاکتره شهلا مندوخېل مېلمانه دي. خپرونه په لېنک کې واورئ....more29minPlay
February 09, 2022ژوب کې د نجونو لپاره د کتابتون جوړېدو یو کال پوره شود بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې د نجونو لپاره د ځانګړي کتابتون (لایبررۍ) د جوړېدو یو کال پوره شو. هغه کتابتون د پښتنو ښځو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حقونو غورځنګ واک په مرسته د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ پر ۱۷مه پرانیستل شوی وو. د ژوب نجونه وایي، دا یوازینۍ لایبرري ده چې د هغوی لپاره جوړه شوې ده او هغوی کولی شي هلته کښېني او د کتاب د لوست ترڅنګ پر ادبي او تعلیمي موضوعاتو بحثونه هم وکړي. د کتابتون چلوونکي وايي، اوسمهال شاوخوا ۸۰۰ کتابونه لري. په دې اړه نور معلومات په تاندې هیلې خپرونه کې درکوو چې تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدای شئ....more14minPlay
January 20, 2022خدايي خدمتګار تحریک کې د ښځو رولسږکال د جنورۍ پر ۲۰مه د خدایي خدمتګار تحریک د بنیاد ایښودنکي او په پښتنه ټولنه کې د عدم تشدد فلسفې د باني خان عبدالغفار خان (باچا خان) ۳۴ تلین لمانځل کېږي. نوموړي په پښتنه ټولنه کې د ښځو د کردار او د نجونو تعلیم لپاره یوه لویه مبارزه کړې ده. خبرونه دې غږ پر ځای کې اورېدای شئ....more15minPlay
December 04, 2021خیبر پښتونخوا: پر ښځو د تشدد خلاف ۱۶ورځنی مهم روان دیپه خیبر پښتونخوا کې، د ښځو د حقونو فعالانو د نومبر له ۲۵مې څخه پر ښځو د تشدد خلاف یو مهم پیل کړی چې په ترڅ کې یې هغوی، په پوهنتونونو او نورو تعلیمي ادارو کې غونډې جوړوي. له دې کاره یې موخه دا ده چې پر ښځو د هر قسم تشدد خلاف په ټولنه کې پوهه زیاته کړي. د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۱ز کال په جنورۍ میاشت کې د کورني تشدد خلاف قانون منظور کړی خو د دغه قانون طریقه کار (رولز اف بزنس) لا نه دی منظور شوی. د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده....more15minPlay
December 04, 2021زیبا اپرېدۍ: ښځې ووټونو ته ولاړې دي خو د عکسونو خپرولو اجازه نه لريد خیبر پښتونخوا په ۱۷ضلعو کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه نېټه بلدیاتي انتخابات ترسره کېږي چې پکې ګڼې ښځې هم برخه لري. موږ په دې پروګرام کې له یو څو ښځو سره د هغوی پر انتخاباتي مهم، د هغوی په حلقو کې د ښځو د ووټ، د ښځو د شناختي کارډونو جوړولو پر مسلو او هلته د نجونو پر تعلیم او د ښځو د ووټ پر اهمیت خبرې کړې دي. دا به هم واورئ چې ښځې ولې په خپلو انتخاباتي پوسټرو او بېنرونو خپل نوم یا عکس نه شي ورکولای.د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده...more17minPlay
October 20, 2021په خدایي خدمتګار تحریک کې د ښځو ونډهپه تاندې هیلې خپرونه کې د خدایي خدمتګار تحریک د بیا فعالېدو او په دغه تحریک کې د ښځو کردار په اړه مالومات درکوو. د خدایي خدمتګار تحریک بنیاد په ۱۹۲۹ز کال کې خان عبدالغفارخان چې په باچا خان مشهور دی اېښودی وو. په هغه وخت کې هم په دغه تحریک کې ښځې شاملې وې چې د ټولنې د خیرښېګړې او د نجونو پر تعلیم یې زیات کار کړی دی.د خپرونې کوربنه فرخنده اسد ده....more15minPlay
FAQs about تاندې هیلې:How many episodes does تاندې هیلې have?The podcast currently has 70 episodes available.