د امریکا د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، له نن څخه پوره یوه میاشت ورسته، خپله ولسمشریزه دوره پیلوي. ډونالډ ټرمپ په پام کې لري داسې کسان پخپل حکومت کې وګماري چې د ده په وینا، ده ته وفادار وي. د یوه موضوع څو زاویې په دې اونیزه خپرونه کې، د ټرمپ د کابینې ځني څېرې تاسو ته معرفي کوو.