
Sign up to save your podcasts
Or


Screaming Into Silence
On the Insights Podcast, Lynne O'Donnell is joined by Lauryn Oates, Executive Director of Right To Learn Afghanistan, to discuss the impact of the Taliban's education policy -- bans for girls, extremism for boys.
Have a listen
دموکراسی و اسلام؛ ستیز یا سازگاری؟
پانزدهم سپتامبر مصادف با روز جهانی دموکراسی است. در حالی که بشر به نظام مردمسالار پاسخ مثبت دادهاند و به تدریج در آغوش آن رشد میکند، برخی در جوامع اسلامی آن را در تضاد با مفاهیم دینی میخوانند. در افغانستان نیز این پیشفرض در برابر دموکراسی همواره مطرح بوده است، بهویژه اینکه دموکراسی بخشی از دستاورد غرب شمرده میشود. حالا که طالبان دوباره تسلط یافتهاند، با گذشت هر روز به ستیز با نظام مردمسالار افزوده میشود.
در این پادکست روزنامه ۸صبح به دموکراسی و رابطه آن با اسلام میپردازیم. دموکراسی چیست و چگونه در کشورهای مدرن جا افتاده است؟ آیا نظام مردمسالار با اسلام و مفاهیم بنیادی آن در تضاد است؟ چرا جامعه اسلامی در برابر مفاهیم دموکراسی جبهه میگیرند؟ چگونه میتوان به معضل سوءتعبیر از دموکراسی نقطه پایان گذاشت؟
۸صبح شما را به شنیدن این پادکست دعوت میکند.
History Repeats
Lynne O’Donnell is joined from Kabul by Abid Humayun, a development and peace-building expert who has worked in Afghanistan's charity sector for more than a decade. He talks about the effectiveness of international aid and the agenda of the aid sector, and the devastating impact that half a century of war has had on the Afghan people. And his belief that Afghans can rebuild their country on their own terms. Have a listen
Risky Business
Lynne is joined by Jeff Grieco, President and CEO of the Afghan-American Chamber of Commerce. He’s just made his third visit to Afghanistan since the Taliban takeover, and talks about the good, the bad and the utterly unacceptable.
تاریخ افغانستان پر از تحولات است. با آن هم، شهروندان دوشادوش هم و بدون قایل شدن تفکیک در برهههای مختلف برای رفع آن کوشیدهاند. دو دهه پیش با سقوط دور اول طالبان، مردم شاهد نسلی باسواد بودند که به تدریج و با سختکوشی مدارج عالی را پشت سر میگذاشتند. باورها بر این بود که افغانستان با ارزشهای آن به دستانی مصون سپرده میشود و نسل نو با درک سختیهای گذشته، ناملایمتیها را با راهاندازی گفتمان پشت سر میگذارند. باهمی مردم پس از موفقیتها نیز تصویر روشنی از آینده میداد. حالا دو دهه پس آن رخداد، سایه تاریک طالبان دوباره بر کشور افگنده شده است و همان نسل نو در برخی موارد حتا نقاط وصل را به محل نزاع میان هم مبدل میکنند.
در این پادکست روزنامه 8صبح روی علت فصل میان نسل نو و لزوم همدیگرپذیری بحث میکنیم. چرا نسل نو با وجود باسواد بودن نسبی و مطالعه تجربههای تلخ گذشته، هنوز راهی برای همدیگرپذیری نیافتهاند؟ چرا موفقیتهایی در میادین بینالمللی که روزی دلیلی برای خرسندی شهروندان بود، میان جوانان صورت مساله است و رنگ و بوی قومی میگیرد؟ چگونه میتوان نسل باسواد امروز را به همدیگرپذیری باورمند ساخت؟ آیا گفتمان و درک متقابل میتواند جایگزین لعن و طعن شود؟
۸صبح شما را به شنیدن این پادکست دعوت میکند.
په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض ریښې او حل لارې
په افغانستان کې جنسیتي تبعیض د طالبانو له سیاستونو او محدودیتونو هم ورهاخوا ډېر پراخ او تریخ تاریخي واقعیت دی.
له بده مرغه چې زموږ د ټولنې زیات شمیر وګړي له ډیر پخوا راهیسې په جنسیتي برابرۍ باورمن نه دي.
په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د باثباته پراختیا د موخو د اجنډا له مخې باید تر ۲۰۳۰ کال پورې په ټوله مانا جنسیتي تبعیض له منځه لاړ شي او ټول انسانان بې له دې چې د هغوی جنسیت مطرح وي، یو ډول فرصتونو ته لاسرسی ولري؛ خو لا هم داسې ښکاري چې افغانستان کې د دا ډول برابرۍ په هکله فکر کول هم ناشونی دی.
د دې اونۍ په سپیس کې به له درنو میلمنو څخه وپوښتو په افغانستان کې د دا ډول تبعیض ریښې کومې دي
ولې په افغانستان کې دا مسئله له ټولې نړۍ متفاوته ده؟ که د جنسیتي نابرابرۍ ستونزه دیني ریښې لري بیا ولې په نورو اسلامي هیوادونو کې د جنسیتي تبعیض ستونزه دومره جدي نه ده؟ که قومي ریښې لري ولې د افغانستان په هره برخه او سیمه کې دا ستونزه شته او که مسئله سیاسي ریښې لري، بیا نو ولې کابو پ هر رژیم کې دا ستونزه موجوده وه؟
په نړۍ کې په عمومي ډول د جنسیتي تبعیض ستونزه تر کومه حل شوې ده؟
ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.
د خپلواکۍ او نورو ملي ورځو لمانځل تر کومه حده له ملي یووالي سره مرسته کولی شي؟
ملي ورځې د یوه هېواد د ګډ هویت او شریکو ارزښتونو په ډله کې راځي؛ دا ورځې د یوه هېواد د وګړو له خوا په داسې ډول سره لمانځل کېږي، چې په هېواد کې د شته اتباعو تر منځ قومي، ژبني، مذهبي او یا بل هر ډول تبعیض ته پهکې کوم ځای نه وي. ملي ورځې د یوه هېواد د وګړو له مشترکاتو څخه دي او په هېڅ کومه ډله، تنظیم، ګوند، مذهب یا نژاد پورې مربوطې نهدي.
د ملي ورځو لمانځل د هېواد د وګړو تر منځ ګډ احساسات راپاروي او مشترکو مسوولیتونو ته یې متوجې کوي؛ هغوی ته دا ښوونه ورکوي، چې په نورو عادي ورځو کې هم د دغو ملي ورځو په ډول باندې د یوه بل تر څنګ واوسي او له یوه بل سره د هېواد د مشترکو ستونزو په هواري کې دا ډول همغږي واوسي.
څه ډول تېر ویاړلی تاریخ او د خپلواکۍ ورځې د راتلونکي لهپاره د ملي یووالي او مشترکو ارزښتنو په جوړولو کې رول لري؟ څه ډول د خپلواکۍ او نورو ملي ورځو لمانځل د ملي یووالي احساس پیاوړی کولی شي؟
ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.
Digging Deep into Afghanistan's Mining Sector
Lynne O'Donnell is joined by Javed Noorani, the premier expert on Afghanistan's minerals and mining sector. His research and analysis has been ground-breaking, and there is little he doesn't know about the potential and the pitfalls of the country's vast natural resources.
طالبان او د نجونو زدهکړو مخنیوی؛ حللارې او اړتیاوې څه دي؟
په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو هڅې تر دې دمه له ناکامۍ سره مخ دي. طالبانو په تېرو درې کلونو کې د بېلابېلو پلمو له مخې، لکه د شرایطو نه برابرېدل، د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه تړلي ساتلي دي. ان نړیوال فشارونه او د اسلامي هیوادونو هڅې هم ونه توانېدې چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو زمینه برابره کړي. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر تېره اوونۍ په څرګنده توګه اعلان وکړ چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه به تړلي پاتې شي او هېڅوک حق نه لري چې په دې اړه پوښتنه وکړي. هغه له دیني عالمانو وغوښتل چې که فکر کوي د نجونو د زده کړو درول د شریعت خلاف دي، له دغې ډلې سره مناظره وکړي. ډېری هېوادوال د طالبانو دا غوښتنه د دې دغې نوې پلمه بولي.
د ۸صبح ورځپاڼې په دې پاډکسټ کې په دې موضوع خبرې کوو چې څنګه کولای شو په لنډمهال او منځمهال ډول د نجونو زدهکوونکو سره مرسته وکړو تر څو هغوی خپلو درسونو ته ادامه ورکړي. ایا طالبانو ته هیله لرل منطقي دي، که یوازې نجونې په نامعلوم او بېبرخلیکه حالت کې پرېږدو؟ ایا جلا جلا هڅې به کومه پایله ورکړي؟ څنګه کولای شو دا هڅې منسجمې کړو؟ په دې تړاو د ټولنې د باسواد قشر مسوولیت څه دی؟
ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.
د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوی قانون؛ افغان مېرمنې به څنګه مبارزه کوي؟
د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر یو نوی قانون وړاندې کړی دی. دا قانون له ۳۰ څخه زیاتې مادې لري او په جدي توګه د خلکو د ټولنیز او شخصي ژوند د کنټرول هڅه کوي. د دغه قانون یوه برخه د ښځو مخ او غږ «عورت» بلل کېږي. د دغه قانون پر بنسټ، ښځې باید بشپړه حجاب ولري او غږ یې باید په عام محضر وانه ورېدل شي. برسېره پر دې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر چې د دې قانون تطبیق کوونکي دي، مکلف دي چې که هر ډول سرغړونه وویني، د زور او ان د خلکو د بندي کولو په وسیله له هغوی سره چلند وکړي.
دغه قانون په نړیواله کچه او د افغانستان په خلکو کې سختې اندېښنې راپورته کړې دي ځکه چې دا د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو، جدي نقض ګڼل کېږي. ګڼ شمېر د بشري حقونو ادارو او نړیوالو بنسټونو دا اقدامات غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو درناوی وکړي.
په دې پاډکسټ کې، موږ غواړو چې په دې مسایلو بحث وکړو چې له دې محدودیتونو د طالبانو موخه څه ده؟ دا قانون به د افغانستان د ښځو پر ژوند څه اغېزې ولري؟ نړۍ به د طالبانو نوي قانون ته له کومې زاویې وګوري؟ په کور دننه او په بهر کې مېشت افغانان د دې قانون پر وړاندې څه مسئولیت لري او په پای کې د دغه قانون پلي کېدل به څه پایلې ولري؟
ددې او ورته پوښتنو د ځواب لپاره هشت صبح ورځپاڼه تاسو د دې پاډکسټ اوریدلو ته رابولي.
From the publisher's feed