Nearly all newly arrived migrants settled in Melbourne and Sydney last year while regional Australia is struggling to survive with a shrinking population.
The Australian government is offering migrants new permanent residency pathways provided that they stay in regional areas for four years.
Please listen to the full report in Pashto.
-
د اسټراليا لرې پرتې سيمې د نفوس له کمښت سره مخ دي.
حکومت او نورې ادارې هڅه کوي ترڅو له لويو ښارونو څخه کسان سيمه ييزو ښارګوټو کې ميشت کړي.
تير کال اسټراليا ته د نوو راغلو مهاجرو ۸۰ سلنه يې ملبورن او سيدني ښارونو کې ميشت شوي.
داچې اسټراليا يو لوی هيواد دی او هم ډيره پراخه ځمکه لري ولې داسې هم نده چې د اسټراليا ډيري نفوس په ټول اسټراليا کې ژوند کوي.
د اسټراليا لوی ښارونه ډيره کې له ګڼو ګوڼو سره مخ دي ولې بيا لرې پراته ښارونه او يا ښارګوټي د نفوس له کمښت څخه سر ټکوي.
که اسټراليا کې ميشت ياست او دايمي ويزه نه لرئ او يا لويو ښارونو کې خپل د خوښې کار نشئ موندلی نو بيا لرې پرتو ښارګوټو کې ستاسو اوسيدو ګټې ډيرې دي.
او که له اسټراليا څخه بهر کوم بل هيواد کې ژوند کوئ او غواړئ کار لپاره اسټراليا ته راشئ، اسټراليايي حکومت لرو پرتو ښارګوټو ته کاريګر جذبوي.
لا ډير معلومات بشپړ رپوت کې واورئ.