The spokman for Kabul police said they have increased their effort for preventing the target killings in Kabul city. The United Nations reports also indicates that the number of target killings has increased in last few years.
For more details, please listen to the full report in Pashto.
-
د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وايي، د کابل پولیس به د ښار د امنیت او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د خواجه بغرا په سېمه کې د دفاع وزارت د هوايي ځواکونو دوه تنه افسران د نامعلومو وسله والو په یوه برید کې ووژل شول.
له دې څو ورځې وړاندې د پوځي چاروکارپوه او د کورنیوچارو وزارت پخوانی جنرال زلمی وردګ هم د نامعلومو کسانو له خوا ووژل شو.
خو تردې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي په هېواد کې د معافیت سیستم، په ادارو کې فساد، د ټوپکوالو شتون او د غیر مسوله وسله والو ډلو خپل سري فعالیتونه د دې سبب شوي چې په هیواد کې دا ډول پیښې ډیرې او بیا ورته لازمه رسیدګي ونه شي.
نور حال د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.